Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات د لوی جامع جومات د بیارغونې بهیر ۹۰ سلنې پرمخ تللی

د هرات سیمه‌ییز مسوولین وايي، د دغه ولایت لوی جامع جومات چې د تېر کال په زلزله کې په جدي ډول زیانمن شوی وو د ترمیم او بیارغونې چارې یې ۹۰ سلنه پرمخ تللې دي.

د دوی په خبره د دغه لوی جامع جومات ګلدستو او برنډې چې په جدي ډول زیانمنې شوې وې بیا رغول شوي دي.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د تاریخي ابداتو امر، رقیب الله رضواني په دې اړه وايي: «موږ وکولای شول د جامع لوی جومات د منارو له ویجاړېدو مخنیوی وکړو. تر اوسه د شپږو منارو د ترمیم کار بشپړ شوی او یوازې یوه منار یې پاتې دی چې ژر به بشپړ شي. همداراز، د مقصوره ایوان تېر کال له زلزلې وروسته بېرته رغول شوی، او د شمالي او جنوبي ایوانونو د ترمیم کار لا هم دوام لري.»

هڅه کېږي چې د هرات ستر جامع مسجد د ترمیم او مرمت چارو پرمهال د دغه جومات اصالت وساتل شي.

د تاریخي آبداتو انجنيرانو په خبره د دغې تاریخي آبدې داخلي او باندینۍ برخه کې هیڅ ډول نوی بدلون نه رامنځته کېږي.

د هرات لوی جامع جومات د مرمت پروژې مسوول، عزیز احمد رسولي بیا وايي: «موږ د جومات په جوړښت کې هېڅ بدلون نه راوړو او ټول د ترمیم پړاونه په دودیزه بڼه ترسره کېږي. هغه کاشي چې موږ د بېرته رغولو لپاره کاروو، هماغه اصلي او دودیز کاشي دي، او د دوی په رنګ او طرحه کې هېڅ بدلون نه راځي.»

د هرات د ستر جامع مسجد باندیني دېوالونه په کاشیو او کتبیو ښکلي شوي دي.

د پېړیو په اوږدو کې د هرات د نومیالیو هنرمندانو د لاس هنر د انجنيرۍ دغه شاهکار ښکلا لا زیاته کړې ده.

د کلتوري چارو کارپوه، عبدالجلیل توانا هم وايي: «دا جامع لوی جومات په اسلامي نړۍ کې ځانګړی مقام لري. د هرات ټول تاریخي ابدات، لکه جامع جومات، کازرګاه، ارګ، مصلی، او د چشت ولسوالۍ تاریخي ودانۍ، لوړ فرهنګي او تاریخي ارزښت لري. ګڼ شمېر کورني او بهرني سیلانیان د همدې تاریخي آثارو او ځانګړي اسلامي هنر د لیدلو لپاره هرات ته سفر کوي.»

د هرات ستر جامع مسجد د اسلامي نړۍ یو له سترو مسجدونو دی.

دا تاریخي آبده نږدې زر کاله تاریخي مخینه لري.

د دغه تاریخي مسجد ډېری برخې د تېر کال زلزله کې په جدي ډول زیانمنې شوې وې.

هڅه کېږي چې د هرات ستر جامع مسجد د ترمیم او مرمت چارو پر مهال د دغه جومات اصالت وساتل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه