Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سرپل فرهنګي فعالان: د خواجه علي جوزجاني زیارت د نړېدو له ګواښ سره مخ دی

سرپل کې فرهنګیان وايي، دغه ولایت کې د نومیالي عارف خواجه علي جوزجاني زیارت د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دی.

د دوی په خبره، که د دغه ولایت فرهنګي میراثونو ته پاملرنه ونشي په بشپړ ډول به لمنځه ولاړ شي.

سرپل کې فرهنګي فعال، سید حسام‌الدین بشردوست و ویل: «تاریخي ابدې او ودانۍ د یوه هېواد ملي هویت دی، او د بیارغونې او ساتنې لپاره یې پراخې هڅې وشي. له دغو ابدو یوه یې د خواجه علي جوزجاني زیارت دی چې د ورانېدو له ګواښ سره مخ دی.»

بل فرهنګي فعال، محمد حسین بلوچ و ویل: «زموږ غوښتنه له اسلامي امارته دا ده چې تاریخي ابدې باید وساتل شي او هیڅ اقدام د دوی د ورانولو لپاره ونشي.»

خو د سرپل د اطلاعاتو او کلتور رییس دغه ولایت کې د تاریخي ابدو د بیارغونې ډاډ ورکوي.

د سرپل د اطلاعاتو او کلتور رییس، عبدالغفار حقنما و ویل: « د جوزجاني زیارت، د امام جعفر زیارت، او د پل خشت په ګډون د د درېیو تاریخي ابدو مکتوب موږ ته د وزارت له‌ لوري را رسېدلی دی. دا درې ابدې په پام کې نیول شوي خو د بودیجې منظورېدو ته په تمه دي.»

د سیمه‌ییزو مسوولینو په خبره، دغه ولایت کې یې له ۲۰۰ زیاتې تاریخې ابدې ثبت کړي چې له دې ډلې یوازې ۴۴ ابدې په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې ثبت شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه