Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

محمد حسیب نسیمي: څه باندې ۴۰ تاریخي ابدې مرمت او بیارغول شوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وروسته، په هېواد کې څه باندې ۴۰ تاریخي ابدې په اساسي بڼه ترمیم شوي دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي ابدو د ساتنې او ترمیم رییس محمد حسیب نسیمي ویلي، چې دم‌ګړۍ هم په درېیو ولایتونو کې د اتو تاریخي ابدو د بیارغولو چارې روانې دي او د نورو لرغونو اثارو د ساتنې او مرمت هڅې دوام لري.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي ابدو د ساتنې او ترمیم رییس طلوع‌نیوز ته وايي:«د تاریخي ابدو ریاست د تاریخي ابدو د ساتنې او ترمیم په برخه کې تل ژمن دی او د ریاست د پلاني موخو له نظره، د تاریخي ابدو د ساتنې او ترمیم په برخه کې عملاً څه باندې ۴۰ تاریخي ابدې یې د هېواد په څه باندې اتو ولایتونو کې په بنسټیزه توګه ترمیم کړي دي.»

ځينې کارپوهان پر دې باور دي، چې تاریخي میراثونه د ملت د هویت او تېر تاریخ سند دی او هر هېواد چې خپل لرغوني اثار وساتي، په نړۍواله کچه خپل کلتوري ارزښت تثبیتولی شي.

 د کلتوري چارو شنونکی اکرامي فندقستاني څرګندوي:«کلتوري اثار په حقیقت کې د هویت، تمدن او د هېواد معنوي ارزښتونو بېلګه ده، چې د دغې خاورې له زړونو راټوکېدلي او نړۍ ته زموږ د هویت تاریخ څرګندوي او د افغانستان د ملیتونو ترمنځ د یووالي او کلتوري مشترکاتو سمبول ګڼل کېږي.»

افغانستان د تاریخي شتمنیو د لرلو له اړخه یو بډای هېواد دی او که د بیا رغونې ترڅنګ، د دغو ابدو د اوږدمهالي مدیریت او ساتنې ځانګړي پروګرامونه عملي شي؛ نو دا میراثونه راتلونکو نسلونو ته خوندي پاتې کېدای شي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي ابدو د ساتنې او ترمیم ریاست محمد حسیب نسیمي ویلي، چې دم‌ګړۍ هم په درېیو ولایتونو کې د اتو تاریخي ابدو د بیارغولو چارې روانې دي.

تصویر بندانگشتی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وروسته، په هېواد کې څه باندې ۴۰ تاریخي ابدې په اساسي بڼه ترمیم شوي دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي ابدو د ساتنې او ترمیم رییس محمد حسیب نسیمي ویلي، چې دم‌ګړۍ هم په درېیو ولایتونو کې د اتو تاریخي ابدو د بیارغولو چارې روانې دي او د نورو لرغونو اثارو د ساتنې او مرمت هڅې دوام لري.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي ابدو د ساتنې او ترمیم رییس طلوع‌نیوز ته وايي:«د تاریخي ابدو ریاست د تاریخي ابدو د ساتنې او ترمیم په برخه کې تل ژمن دی او د ریاست د پلاني موخو له نظره، د تاریخي ابدو د ساتنې او ترمیم په برخه کې عملاً څه باندې ۴۰ تاریخي ابدې یې د هېواد په څه باندې اتو ولایتونو کې په بنسټیزه توګه ترمیم کړي دي.»

ځينې کارپوهان پر دې باور دي، چې تاریخي میراثونه د ملت د هویت او تېر تاریخ سند دی او هر هېواد چې خپل لرغوني اثار وساتي، په نړۍواله کچه خپل کلتوري ارزښت تثبیتولی شي.

 د کلتوري چارو شنونکی اکرامي فندقستاني څرګندوي:«کلتوري اثار په حقیقت کې د هویت، تمدن او د هېواد معنوي ارزښتونو بېلګه ده، چې د دغې خاورې له زړونو راټوکېدلي او نړۍ ته زموږ د هویت تاریخ څرګندوي او د افغانستان د ملیتونو ترمنځ د یووالي او کلتوري مشترکاتو سمبول ګڼل کېږي.»

افغانستان د تاریخي شتمنیو د لرلو له اړخه یو بډای هېواد دی او که د بیا رغونې ترڅنګ، د دغو ابدو د اوږدمهالي مدیریت او ساتنې ځانګړي پروګرامونه عملي شي؛ نو دا میراثونه راتلونکو نسلونو ته خوندي پاتې کېدای شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه