Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بابر بڼ؛ افغانستان کې د تاریخ او د طبیعت تړاو

د بابر بڼ د کابل له لرغونو او تاریخي بڼونو څخه شمیرل کیږي چې ۵۰۰ کاله تاریخي مخینه لري.

د بابر بڼ، د کابل په سویل کې د شېر دروازې غونډۍ په لمنه کې جوړ شوی دی.

دغه بڼ په پلازمېنه کابل کې یو له پخوانیو بڼونو شمېرل کېږي.

د دغه بڼ د مسوولینو په وینا، ظهیرالدین محمد بابر شاه چې له بڼونو او طبیعت سره یې ډېره مینه وه؛ نو له وصیت سره سم په همدې بڼ کې هم خاورو ته سپارل شوی دی.

په دغه بڼ کې ۷ تاریخي ابدې هم تر سترګو کېږي.

د بابر بڼ مدیر، مسعود په دې اړه وايي: «د ملکې ماڼۍ، د بابرشاه مقبره، د شاه جهاني مقبره، تاریخي دیوال، د اوبو نهر او کاروان‌سرای د دې بڼ له اوو مهمو ابدو دي.»

په دغه بڼ کې له ډېرو ګرځېدو وروسته له یوه سپین ږیري سره مخ شوو چې، د خپل ژوند نږدې ۲ لسیزې یې په دې بڼ کې تېرې کړي او په تېرو وختونو کې له دغه بڼه د خپلو خاطراتو په تړاو داسې وايي:

د بابر بڼ یو بڼوال، محمد اکرام راته وايي: «پخوا، په ځانګړي ډول د قربانۍ اختر او نوي کال په ورځو کې، ډېر خلک دلته د تفریح لپاره راتلل او د بڼ عواید هم لوړ وو. خو اوس داسې نه ده. زه ۱۷ کاله کېږي چې په دې بڼ کې باغباني کوم، او اوس زما عمر ۷۰ کلونو ته رسېدلی دی.»

د بابر بڼ د تاریخ او طبیعت تر منځ د تړاو یوه نښه بلل کېږي. دغه تاریخي بڼ د ښکلاو له لرلو سربېره د ارامتیا لپاره هم ښه ځای دی.

د دغه بڼ بیارغونه د دې ښکارندويي کوي چې، څنګه کېدای شي کلتوري میراثونه له بیارغونې وروسته وساتل شي.

د بابر بڼ یو بڼوال، محمد اکرام راته وايي، پخوا، په ځانګړي ډول د قربانۍ اختر او نوي کال په ورځو کې، ډېر خلک دلته د تفریح لپاره راتلل او د بڼ عواید هم لوړ وو. خو اوس داسې نه ده.

تصویر بندانگشتی

د بابر بڼ د کابل له لرغونو او تاریخي بڼونو څخه شمیرل کیږي چې ۵۰۰ کاله تاریخي مخینه لري.

د بابر بڼ، د کابل په سویل کې د شېر دروازې غونډۍ په لمنه کې جوړ شوی دی.

دغه بڼ په پلازمېنه کابل کې یو له پخوانیو بڼونو شمېرل کېږي.

د دغه بڼ د مسوولینو په وینا، ظهیرالدین محمد بابر شاه چې له بڼونو او طبیعت سره یې ډېره مینه وه؛ نو له وصیت سره سم په همدې بڼ کې هم خاورو ته سپارل شوی دی.

په دغه بڼ کې ۷ تاریخي ابدې هم تر سترګو کېږي.

د بابر بڼ مدیر، مسعود په دې اړه وايي: «د ملکې ماڼۍ، د بابرشاه مقبره، د شاه جهاني مقبره، تاریخي دیوال، د اوبو نهر او کاروان‌سرای د دې بڼ له اوو مهمو ابدو دي.»

په دغه بڼ کې له ډېرو ګرځېدو وروسته له یوه سپین ږیري سره مخ شوو چې، د خپل ژوند نږدې ۲ لسیزې یې په دې بڼ کې تېرې کړي او په تېرو وختونو کې له دغه بڼه د خپلو خاطراتو په تړاو داسې وايي:

د بابر بڼ یو بڼوال، محمد اکرام راته وايي: «پخوا، په ځانګړي ډول د قربانۍ اختر او نوي کال په ورځو کې، ډېر خلک دلته د تفریح لپاره راتلل او د بڼ عواید هم لوړ وو. خو اوس داسې نه ده. زه ۱۷ کاله کېږي چې په دې بڼ کې باغباني کوم، او اوس زما عمر ۷۰ کلونو ته رسېدلی دی.»

د بابر بڼ د تاریخ او طبیعت تر منځ د تړاو یوه نښه بلل کېږي. دغه تاریخي بڼ د ښکلاو له لرلو سربېره د ارامتیا لپاره هم ښه ځای دی.

د دغه بڼ بیارغونه د دې ښکارندويي کوي چې، څنګه کېدای شي کلتوري میراثونه له بیارغونې وروسته وساتل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه