Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات د خطاطۍ او خوش‌نویسۍ هنر ښکلا د اختیارالدین کلا کې دايمي شوه

په هرات کې د خطاطۍ او خوش‌نویسۍ هنر د ملاتړ او ودې لپاره، د دغه ولایت په اختیارالدین کلا کې د دغه هنر یو دایمي نندارتون جوړ شو

د هرات اختیارالدين کلا کې په خښتینو دېوالونو ځوړند په اسلامي سبک ليکل شوې تابلوګانې او نور هنري اثار،  حال او تېره زمانه سره یوځای کوي.

ورته‌مهال په هرات کې پنځونکي په دې هیله دي، چې دغه نندارتون نړۍوالو ته د هغوی پنځونې معرفي کړي او د هغو د پلور زمینه برابره شي.

د هرات ولایت د خطاطانو د ټولنې مشر عبدالجليل توانا وايي:«دا نندارتون دايمي دی. پخوا چې کوم نندارتونونه جوړېدل، یوازې د یوې اوونۍ لپاره وو او بیا به پای ته رسېدل، هر استاد به خپل اثار بېرته کور ته وړل. که د نورو نړۍوالو نندارتونونو په شان، چې په ډېرو هېوادونو کې شتون لري، هنري اثار د کتاب په بڼه چاپ شي او خلکو ته وړاندې شي، دا اثار به کورونو ته ولاړ شي او تلپاتې به پاتې شي. زموږ غوښتنه له دولته دا ده، چې همکاري وکړي، د استادانو اثار د کتاب په بڼه چاپ کړي او خلکو ته یې ورسوي.»

د ځوړند شويو تابلوګانو او هنري اثارو په منځ کې د خطاطانو ارم خو ځېر قدم وهلو د دغه نندارتون فضا ته نوره هم ښکلا وربښلې ده.
هراتي هنرمندان د خپل ذوق او استعداد په وړاندې کولو سره، هیله لري چې دغه ثابت نندارتون د دوی د اثارو د پلور لپاره زمینه برابره او د هنر دا څراغ بل پاتې کړي.

د خطاطۍ او خوش‌نویسۍ استاد شمس‌الدین نوري‌زاده وايي:«کله چې لیدونکي د اسلامي خطونو له بېلابېلو بڼو سره مخ کېږي او دا اثار ګوري او مطالعه کوي، نو په‌کې یو ډول علاقه‌مندي پیدا کېږي. دا امکان هم شته چې دغه اثار وپېري او په یو ډول د هنرمندان ملاتړ وکړي.»

د خطاطۍ او خوش‌نویسۍ یو بل استاد غلام یحیی هروي ویلي:«د هرات مکتب دلته شتون درلود؛ لکه د تیموریانو په دوره کې او له هغه وړاندې هم، هرات د اسلامي علمي او فرهنګي ښارونو له ډلې څخه و. زموږ هڅه دا ده، چې خپل اسلامي فرهنګ وساتو.»

د اسلامي خوش‌نویسۍ د تابلوګانو دایمي نندارتون، د اختیارالدین کلا د خښتینو دېوالونو په زړه کې، د خط د ښکلا او شان نندارته وړاندې کړې ده. 

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولان وایي، د دغه ولایت د ښکلو هنرونو د ټولنې او خطاطانو د ملاتړ برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رياست د هنر او فرهنګ امر حمیدالله غیاثي طلوع‌نیوز ته وايي:«موږ هر ډول مرسته چې د امکان په حدودو کې وي، د خوش‌نویسۍ هنرمندانو ته وړاندې کوو او خپل جدي ملاتړ ته ادامه ورکوو.»

د مسوولانو د معلوماتو پر بنسټ د هرات نستعليق، شکسته نستعلق، نسخ و کوفي، چهار ستون او چهار ستون استوار هغه خطي سبګونه دي، چې سلګونه کلونه تاريخ لري او سرچينه یې هرات ولایته ده؛ خو په زياتو هېوادونو کې ترې په ښکلو هنرونو کې ګټنه کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه