د پروان مرکز چاریکار ښار کې د چرم ګرۍ کوڅې مشهور بازار چې له ۷۰۰ کلونو زیاته تاریخي مخینه لري لاهم په پخوانۍ بڼه پاتې دی.
د دغې سیمې اوسېدونکي وايي، که څه هم په دغه بازار کې کورني تولیدات او لاسي صنایع جوړیږي او پلورل کیږي خو پخوانۍ ګڼه ګوڼه یې نه ده پاتې.
له پخوا راهیسې دغه بازار کې د ترکاڼۍ، کرنیز وسایلو، چاقو جوړولو هټۍ فعاله دي او دغه راز دلته مرغۍ هم پلورل کېږي.
هټۍوال، محمد مرزا و ویل: «موږ شاوخوا پنځلس کاله کیږي چې په دې بازار کې کاروبار کوو.»
د چاریکار د زاړه ښار ځینې عمر خوړلي کسان لا هم دغه پخواني بازار ته راځي او یو له بل سره د پخوانیو وختونه کیسې کوي.
د سیمې اوسېدونکي، فضل احمد و ویل: «پخوا په دې بازار کې داسې بوټګ ګڼدونکي موجود وو چې ډول ډول ربړي بوټونه او څپلۍ یې ګنډلې. چاقو جوړونکي هم ډېر وو.»
چاریکار ښار کې د چرم ګرۍ کوڅه د ډېرې تاریخي مخینې لرلو له امله د پخواني حکومت پرمهال د پروان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د دغه ولایت د یوه تاریخي ځای په توګه ثبت کړې وه.
په دې اړه مو اندونه