Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

رفیع‌الله صمیم: د موزیم په جوړېدو سره د مس عېنک اثار لوګر ته لېږدول کیږي

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس وایي، چې دې ولایت کې د معیاري موزیم د نشتوالي له امله د عینک مسو کان له سیمې څخه شاوخوا درې زره لرغوني اثار کابل ته لیږدول شوي او هلته د هېواد د ملي موزیم په تالارونو کې نندارې ته ایښودل شوي دي.

د لوګر موزیم د تاریخي اثارو د ساتنې او نندارې لپاره یوازې یوه کوچنۍ خونه لري او د سیمې د خلکو له لوري ډالۍ شوي تاریخي اثار پکې اېښودل شوي دي.

د معیاري موزیم د نشتوالي له امله د دغه ولایت ګڼ شمېر لرغوني اثار کابل ته لیږدول شوي او د هېواد د ملي موزیم په یوه څنډه کې نندارې ته پراته دي.

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس، رفیع الله صمیم و ویل:"هغه اثار چې له مس عینک موږ ته رسیدلي او شمېر یې درې زره ته رسیږي، د هېواد ملي موزیم کې د مس عېنک په برخه کې ځای پر ځای شوي دي. کله چې په لوګر کې موزیم جوړ شي، اثار به بیا لوګر ته بیا ولېږدول شي."

بل پلو د لوګر ځينې اوسېدونکي او فرهنګیان وایي، په دغه ولایت کې دې معیاري موزیم جوړ او د دوی د تاریخي هویت نښې دې د دوی په خپل ولایت کې خوندي او نندارې ته وړاندې شي.

لوګر کې فرهنګي فعال، بشیر ساحل وايي: "که په لوګر کې د موزیم په نامه کوم ځای مشخص شي، ډېر ښه به وي. یوازنۍ موخه دا نه ده چې د لوګر اثار په خپله لوګر کې وساتل شي؛ بلکې دا کار د افغانستان دننه او له بهره د سیلانیانو د جلب سبب کېږي."

محمد امین ناصري چې د لوګر یو بل فرهنګی فعال دی و یې ویل: "کله چې خلک د اثارو لیدو ته ملي موزیم ته ځي، ولې لوګر ته رانشي؟ کله چې اثار په لوګر کې وي، دا به د سېلانیانو شمېر زیات کړي چې په پایله کې د لوګر او خلکو اقتصاد لوړ شي."

ورته مهال د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس وایي، د دغه ولایت په مرکز او محمد اغې ولسوالۍ کې د موزیم جوړولو لپاره لسګونه جریبه ځمکه ځانګړې شوې چې راتلونکی لمریز کال به یې د جوړولو چارې پیل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېر حکومت پر مهال د لوګر محمد اغې ولسوالۍ اړوند په ۳۰ جریبه ځمکه د عینک مسو کان له سیمې د ترلاسه کېدونکو تاریخي اثارو لپاره د ځانګړي موزیم جوړېدو چارې پیل شوې، خو د وروستي سیاسي بدلون راپدیخوا یې د جوړولو چارې درېدلې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه