هرات کې ځینې هنرمندو نجونو په یوه نندارتون کې خپلې هنري پنځونې نندارې ته وړاندې کړې.
دغه نجونې وايي، په اثارو کې یې د هرات تاریخ او د دغه ولایت د نجونو وړتیاوې انځور کړې دي.
دغه نندارتون کې له اویاو زیات هنري اثار نندارې ته ایښودل شوي دي.
د نندارتون تنظیم کوونکې، فوزیه سعیدي طلوعنیوز ته وایي: «دا چې شرایط محدود شوي، نجونو او ښځو ته سخته ده چې خپلې وړتیاوې او هنر ښکاره کړي.»
دغه نندارتون کې هره تابلو د هندمندو نجونو د وړتیا او خلاقیت څرګندوني کوي. دوی خپل احساس او هنر د رنګونو له ترکیب سره ګډ کړی او خپلو اثارو ته یې ځانګړی رنګ وربښلی دی.
هراتۍ نقاشه، سبنا نوري په دې اړه وایي: «ما ځکه ګډون وکړ چې غوښتل مې هنر مې ننداره شي او ملاتړ مو وشي.»
بلې نقاشې، مدینې محمدي و ویل: «زموږ غوښتنه دا ده چې موږ ته داسې زمینه برابره شي چې وکولای شو خپل اثار وپلورو.»
ډېری دغو هنرمندو نجونو له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو او پوهنتون د دروازو تر تړل کېدو وروسته هنر ته مخه کړې ده. دوی وایي، هڅه کوي چې د خپلو هنري پنځونو سره نه یوازې ځان بلکې نورو نجونو او ښځو ته هم مثبت پېغام ورکړي.
د نندارتون ګډونوالې، مریم و ویل: «دا ډول نندارتونونه هم هنرمندانو ته انګیزه ورکوي او هم خلکو ته. خلک هنري اثار ګوري او کولای شي په مناسبه بیه یو اثر واخلي او خپل کورونه پرې ښکلي کړي.»
دغه ډول نندارتونونه نجونو ته د روښانه راتلونکي لپاره تګ لوري دي چې د خپلو وړتیاو څرګندولو ترڅنګ د خلکو له لوري د دوی د هنري اثارو پېرلو لپاره هم زمینې برابروي.
په دې اړه مو اندونه