Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د موزیم نړۍوالې ورځې په نمانځنه کې د کلتوري میراثونو پر ساتنې ټينګار

د مې اتلسمه نېټه، چې د موزیم د پیوستون له نړۍوالې ورځې سره برابره ده، دغه ورځ، د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري په ملي موزیم کې ونمانځل شوه.

له دې ورځې سره هم‌مهاله، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هېواد په موزیمونو کې د تاریخي اثارو د ساتنې پر اهمیت ټینګار وکړ.

 د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین عتیق‌الله عزیز له ټولو ملي او نړۍوالو بنسټونو وغوښتل، چې د افغانستان د ملي موزیم د بېرته رغولو او بډای کولو په برخه کې همکاري وکړي.

ښاغلي عزیز په دې هکله وویل:«موږ پر نړۍوالو غږ کوو، چې د افغانستان دغه فرهنګي لرغونی او تاریخي ملي موزیم سره باید دوی همغږي ولري، دوی باید دلته پانګونه وکړي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معین حیات‌الله مهاجر فراهي هم څرګندوي:«د تاریخ په اوږدو کې، چې زموږ او تاسو افغانانو د پردیو یرغلګرو پر وړاندې، کومې مبارزې کړې، که هغه د انګلیسانو پر وړاندې وې، یا د روسانو او یا د ښکېلاک‌ګرو امریکا او ناټو او د دوی د متحدینو په مقابل کې د هغه لپاره ځانګړي نظامي موزیمونه جوړېږي.»

په همدې حال کې، په کابل کې د ایران سفارت فرهنګي سلاکار سید روح‌الله حسیني، چې په دغه مراسمو کې یې ګډون درلود، د کابل او تهران ترمنځ د کلتوري همکاریو، په ځانګړې توګه د موزیمونو او تاریخي اثارو د بېرته رغولو په برخه کې د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړ.

ښاغلی حسیني وايي:«شاید دوه ملتونه، لکه ایران او افغانستان، دومره نږدې نه‌وي. موږ خپل چمتووالی اعلانوو او په ویاړ به هڅه وکړو، چې له نیکونو پاتې شوي ورته درناوی وشي او خوندي پاتې شي.»

د چین د اېم‌سي‌سي شرکت مرستیال، دینګ ګوان‌پینګ هم په دې هکله وویل: «موږ د خپل مسوولیت‌ په پام کې نیولو سره، له تاریخي اثارو ساتنه کوو او ژمن یو، چې د عینک د مسو په کان کې له تاریخي میراثونو ساتنه وکړو، حتی که دا چاره زموږ پر ګټو منفي اغېز هم وکړي.»

د ملي موزیم مسوولان وايي، د لیدونکو لپاره یې اسانتیاوې برابرې کړي او هڅه کوي، چې په موزیم کې شته تاریخي اثار په وړ او ښه توګه ساتنه وکړي.

د ملي موزیم رییس، صبغت‌الله عابد ویلي:«د افغانستان ملي موزیم د حفاظتي دندو تر څنګ، په بېلابېلو برخو کې، خپل نور مسوولیتونه هم په معیاري او سټنډ‌رډ ډول سرته رسولي دي.»

د موزیم نړۍواله ورځ، یو نړۍوال مناسبت دی، چې هر کال د مې میاشتې په ۱۸مه د موزیمونو نړۍوالې شورا له‌خوا د تاریخي او لرغونو اثارو د ساتنې د ارزښت د څرګندولو په موخه نمانځل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه