د غزني ځينې اوسېدونکي او فرهنګیان وایي، د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د بېګم تاریخي ګنبد د نړېدو له ګواښ سره مخ دی.
د دوی په خبره، که د دغه ګنبد د بیارغونې لپاره ژر اقدام ونشې ښايي په بشپړه توګه ونړېږي.
د بېګم تاریخي ګنبد چې شاوخوا زر کاله تاریخي مخینه لري د طبیعي پېښو او مسوولینو د نه پاملرنې له امله یې ډېرې برخې ویجاړې شوې دي.
غزني کې فرهنګي فعال، اغا محمد خوشي زاده طلوعنیوز ته و ویل: «بېګم تاریخي څلی هم تاریخي او هم فرهنګي ارزښت لري. خو دا ابده د حکومتونو د نه پاملرنې له امله د نړېدو له ګواښ سره مخ دی او که بیارغونې ته یې جدي پام ونشي په بشپړ ډول به ونړیږي.»
بل فرهنګي فعال، احمد شاه و ویل: «اسلامي امارت باید د دغې لرغونې ابدې بیارغونې ته پاملرنه وکړي. ځیني وخت سېلانیان دلته راځي او له موږ پوښتنه کوي چې دا ولې نه رغول کیږي. زموږ له لاسه هیڅ نه دي پوره، دولت باید پاملرنه ورته وکړي.»
د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکي، علي محمد و ویل: «زموږ غوښتنه دا ده چې دغه تاریخي څلی ورغول شي، څو په ویجاړۍ بدل نشي.»
خو د غزني سیمهییز مسوولین وایي، د دغې تاریخي ابدې بیارغولو موضوع یې له اطلاعاتو او کلتور وزارت او ځينو فرهنګي بنسټونو سره شریکه کړې او په نږدې راتلونکې به یې د بیارغونې چارې پيل شي.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس، حمیدالله نثار و ویل: «وزارت هم ډاډ راکړی او په دې اړه له ځینو بنسټونو سره هم خبرې شوي، موږ هم په دې هڅه کې یو چې هر څومره زر د بېګم تاریخي څلی ورغوو.»
د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مالوماتو پر بنسټ، دغه ولایت کې د بېګم څلي سربېره اته نورې تاریخي ابدې هم بیارغونې ته اړتیا لري چې له ډلې یې د سردار تپې او سلطان شهاب الدین غوري مقبرې د بیارغولو پلان منظور شوی او ژر به یې عملي چارې پیل شي.
په دې اړه مو اندونه