Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د فلم‎جوړونې صنعت ولې وده نه کوي؟

فلم جوړونکي او لوبغاړي سره له دې چې وايي له ستونزو سره مخامخ دي، خو بیا هم هڅه کوي چې له دې نړۍ لیري پاتې نشي او خپل کار ته دوام ورکړي.

هرات کې په یوه کوچني کور کې چې د فلم جوړونکي لخوا په کرایه نیول شوی، د فلم جوړول په کې روان دي او دا فلم جوړونکي یوازې یوه کامره لري چې پرې ثبت کوي. نو ځکه اړ دي چې یوه صحنه په وار وار ثبت کړي.

فلم جوړونکی، عبدالرشید عظیمي څرګندوي:«د سریال له تولید وروسته هڅه کوو چې ملاتړي پیدا کړو یا یې سیمه‎ييزو ټلویزیونونو ته وپلورو او لګښت یې پیدا کړو.»

سره له دې چې افغانستان کې د فلم جوړول ستونزمن کار دی، خو دا کار د ښځو لپاره لا ډېر سخت دی.

لوبغاړې، راحله رضايي په دې اړه وايي:«هغه ډول چې باید وي، نه ده. نه حکومت ارزښت ورکوي او نه هم خلک. څو تنه هم چې په دې برخه کې کار کوي د خلکو، همکار او کورنیو لخوا تخریب کېږي نو ځکه انسان هیله له لاسه ورکوي او دا کار پریږدي.»

په داسې حال کې چې لوبغاړي له کار څخه له زرو تر یو نیم زر افغانۍ ترلاسه کوي، نو اړې دي چې د خپلو کورنو لګښت تامین لپاره نور کارونه هم ترسره کړي.

لکه څنګه چې فرشته رسولي رستورانت پرانیستی دی.

فرشته رسولي وايي:«سهار اته بجې دا ځای پرانیستل کيږي. زه راځم او دیګ نور څه تیاروم. شاګرده مې هم مریضه ده، اړه یم چې پخلی هم وکړم، کله چې هغه وي بیا یې هغه کوي.»

نوموړې له کوچني رستورانت سره شپږو نورو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده، خو دا کار فرشته دومره ستړې کوي چې خپل هنري ژوند ته کم پام وکړي.

په دې راپور کې صمیم فرامرز د یوې لوبغاړې ژوند انځور کړی چې په سریالونو کې د لوبغاړۍ ترڅنګ رستورانت کې هم کار کوي

شریک یي کړئ