Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغاني فلم «حوا، مریم، عایشه» د ونېز فېسټیوال ته لاره موندلې

حوا، مریم، عایشه د صحرا کریمي لخوا جوړ شوی فلم دی چې د ایټالیا د ونېز فېسټیوال په شپږ اویایم پړاو د سیالۍ په یوې برخه او همدارنګه د غوره داستاني فلم جایزې لپاره نوماند دی.

د ونېز ۲۰۱۹ کال فېسټوال د دغۍ سیالۍ په برخه کې ۱۸ نور فلمونه هم غوره شوي دي. 

صحرا کریمي وايي، دې فلم کې د ښځو د ژوند جدي ستونزې انځور شوي دي.

د افغان فلم ريیسه صحرا کریمي وویل:«د خپل جسم او ځان واک لري، مور شولې، مور نه شولې، غوښتل او نه غوښتل، دا ټول هغه هیلې دي چې په دغو جنګي کلونو له امله دغه پېښې د افغانستان ښځې له ځان سره وړي، خو څو د دغو پېښو په اړه خبرې نه کوي.»

صحرا کریمي د سینما په برخه کې تر ډوکټورا زده‌کړې کړي او دوه میاشتې وړاندې د افغان فلم ريیسه شوه.

په افغان فلم کې د مېرمن کریمي همکاران ويي چې افغان فلم ته د هغې له راتګ سره دې ادارې کې بیا ساه غړلېدلې ده، اوس دا بنسټ د لس مستندو فلمونو د جوړولو په حال کې دی.

افغان فلم ریاست کې د فلمونو چمتو کوونکی نبي تنها په دې اړه وویل:«دا فلمونه چې د افغانستان د لسو مخکښو سینماګرانو په اړه به وي. د دوی پیغام دا دی چې یو ځل له دغو سینماګرانو څخه یادونه وشي او همدارنګه چارواکي متوجه کړو چې اوس په هېواد کې د هنر او کلتور وضعیت څه ډول دی او په تېرو کې چېرته وو.»

له ټولو سره د افغان فلم ریاست کارکوونکي د لومړي ځل لپاره د افغانستان د سینما جشن لمانځلو لپاره تیاری نیسي.

صحرا کریمي تر اوسه څو لنډ فلمونه، معیاري مستندونه جوړ کړي او له څو سیالیو کې یې جایزې ګټلي دي.

شریک یي کړئ