له افغانستانه اووه ښځې د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیايي پروګرام(ان پیس) جایزې ته نوماندې شوې دي.
دغه ښځې د ۴۱ نورو ښځینه او نارینه سره چې ټول یې له اوو هېوادونو دي، په دریو برخو کې د جایزي ګټلو ته سیالۍ کوي.
د دوی په خبره چې له اوو واړو هېوادونو به ۱۱هغه کسان د اسیا په کچه د دغه چایزو ګټوونکي وي چې په انلاین بڼه په ټوله نړۍ کې زیاتي رايي تر لاسه کړي .
دغه جایزه په اصل کې د عدالت غوښتنې هغه کمپاین دی چې د خپلو سیمو کې د جګړې ناویلي کیسي لري او په کې ښځې له خپلو لومړنیو حقونو بې برخې وي.
عظما زهین رفعت، زرقا یفتلي، نازیه نوري، فریده امیري، زهرا محمدي، نوریه قادري و نسیمه باري هغه اووه مېرمنې دي چې جایزې ته نوماندې شوې دي.
جایزې ته په دریو برخو کې ۴۸ تنه چې په کې ښځې او نارینه دي د افغانستان، اندونیزیا، نیپال، میانمار، سریلانکا، فلیپین او پاکستان نه نوماند دي او په انلاین ډول یې سیالۍ ته وړاندې کړې دي.