Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تهران کې د افغانانو لومړۍ کافه

د ایران پلازمېنې  تهران کې ۲۱کلنه فاطمه جعفري لومړۍ افغانه کډواله ده چې د "تلما" په نامه یې کافه پرانیستې او خپله یې څښتنه او مدیره ده.

د نوموړي کافې ته د چای او قهوې څښلو په موخه د افغانانو ترڅنګ ایرانیان هم ورځي.

آغلې جعفري وايي چې د کافې له جوړولو یې موخه د افغانانو او ایرانیانو ترمنځ د اړیکو پل جوړولو او د کډوالو پر وړاندې د توپيري چلند د منځه وړل دي.

نوموړي زیاتوي:«یوه ورځ له خپل یوه ملګري سره ناسته وم، موږ هیله درلوده چې یوه کافه ولرو، بیا مو وویل چې راځه داسې کار وکړو چې دلته نه وي، پلټنه مو وکړه چې دلته د افغان خلکو کافه نشته، بیا مو دا کار پیل کړ.»

آغلې جعفري د تهران آزاد پوهنتون کې د حقوقو په برخه کې زده کړې کوي او د کافې په جوړلو کې ملګري حامد آزر مرسته کړې، هغه د انجینرۍ محصل دی.

 فاطمه جعفري وايي:«‎کله چې مو کار پیل کړل، ایرانیانو فکر کاوو چې موږ جاپاني او یا چینايي یاستو، خو کله پوه شول افغان یوو، نو خوشال به وو، کله موږ ته ډالۍ هم راوړي.»

په تلما کافه کې فرانسوي قهوه ډېره مشهوره ده او ډېر شمېر ایرانیان یې خوښوي.

 ایراني وګړی، سپهرحقیق زار وايي:«ایران کې افغانان کم دی، کله هم داسې نه دي لیدل شوي، او یا هم چې وو سم ورته نه دی لیدل شوي، کوم توپیر نشته، لکه څنګه چې موږ نورو بهرنیو ته ګورو دوی ته هم ګورو، دا ښه کار دی او جالب کار دی.»

افغانه کډواله، زهرا جمیل وايي:«کله چې مې د دغه ځا په اړه واوریدل، خوشاله شوم، راغلم چې له نېږدې یې وګورم.»

cafe

فاطمه غواړي چې افغان کډوالو ښه انځور ایرانیانو ته وړاندې کړي، او د افغانانو په اړه د ایرانانو ناسم تصور بدل کړي.

فاطمه څرګندوي:«اکله چې دلته ایرانیان راځي له افغان ځوانانو او محصلینو سره اشنا کېږي، ورسره ملګري کېږي، غلط تصور یې چې درلود هغه سمیږي.»

اوس مهال ایران کې کابو درې میلیونه افغان کډوال ژوند کوي، په وار وار ټولنیزو شبکو کې د افغانانو د زورونې انځورونه خپاره شوي دي.

شریک یي کړئ