Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خپلواکي د انځور په اینه کې؛ د انځورونو او تاریخي سندونو نندارتون

د هېواد د خپلواکۍ د یوسلو یومې کلیزې په مناسبت، د افغانستان په ملي خوندیځ (ارشیف) کې د «خپلواکي د انځور په اینه کې» تر نامه لاندې نندارتون کې د افغانستان انځورونه او تاریخي سندونه نندارې ته اېښودل شوي دي.

دا انځورنه او سندونه د هغې ورځې انعکاس کوونکي دي چې د افغانستان خپواکي ترلاسه کېږي او خلک له دې امله خوشحاله دي.

نندارې ته اېښودل شوي انځورونه او سندونه، په بېلابېلو پېرونو کې د پغمان له باغ بالا څخه ارګ او وروسته ملي خوندیځ ته لېږدول شوي دي.

ځينې دغه انځورونه د شاه امان الله خان او د هغې د مېرمنې ملکه ثریا خصوصي او رسمي ژوند ښکارندويي کوي. شاه او مېرمن یې په دغو انځورونو کې له سیمه ییزو او پرمختللو جامو سره لیدل کېږي.

په دې منځ کې د شاه امان الله د مور انځور هم شته چې لا تر اوسه نه دی لیدل شوی.

د ملي خوندیځ رییس افسر رهبین وايي:«هغه لیدلوري چې کابو سل کاله مخکې د شاه امان الله له خوا مطرح کېدل حتا نن هم په دغه هېواد کې د منلو وړ نه دي. ډېر د تاسف او دریغ ځای دی چې زموږ هېواد ښايي په نړۍ کې یوازینی هېواد وي چې د پرمختګ پر ځای شاتګ کړی دی.»
 
ځينې دغه انځورونه د شاه امان الله خان شخصي ژوند ښکارندويي کوي.

د دغه نندارتون په تاریخي سندونو کې فرمانونه او بیانیې راټول شوي دي. په یوه دغه سند کې لیدل کې لیدل کېږي چې، د خپلواکۍ له بیا ترلاسه کولو په دوو لومړیو کلونو کې، د هېواد د خپلواکۍ ورځ د کب پر نهمه لمانځل کېده؛ خو دا چې په زمري میاشت کې هېواد زرغون وي؛ نو د خپلواکۍ د جشن مراسم زمري میاشت ته ولېږدول شول.

په دې سند کې د هېواد د خپلواکۍ په کلیزه کې د کابل بلدیه ریاست یا ښاروالي اعلان شوې او همداراز په کې راغلي چې، د هېواد د خپلواکۍ د جشن لپاره باید د سر او ږیرې له اصلاح کولو اضافي پیسې وا نه خیستل شي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست طاهر زهیر څرګنده کړه:«د راډیو راوړل او انسټال، د سینما په کار پيلېدل، د کتابتون تاسیس او د چاپي مطبوعاتو پراختیا او ډېر مهم فرهنګي موضوعګانې او له ټولو مهمه د تذکرې وېش د لومړي ځل لپاره د امان الله خان په پېر کې وشو.»
 
په دغه سند کې، د هېواد د خپلواکۍ د کلیزې د لمانځۍ وخت بدلون دلیل ویل شوی دی.

د دغو سندونو په منځ کې یو لیک هم لیدل کېږي. دغه لیک «د خپلواکۍ د اختر د زیري او مبارکۍ» په هکله لیکل شوی دی. په ظاهره دغه هماغه لیک دی چې، د لومړي ځل لپاره د آزادۍ له امله خلکو ته مبارکي ویل شوې ده.

د تاریخي سندونو د څانګې عمومي رییس نجیب الله اکبري وايي:«لومړنۍ بیانیه یې وه چې په عیدګاه جومات کې یې ځايي اوسېدونکي را ټول کړل د خپلواکۍ اخیستو او د هغه د جریانونو په اړه یې خلکو ته وویل او هغه خوندونه چې په خپله ازادۍ او خپلواکۍ کې دي خلکو ته بیان کړل.»

خو هغه څه چې، په دې انځورونو او تاریخي سندونو کې نه لیدل کېږي د هغو کسانو نومونه او عکسونه دي چې، د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستو په لړ کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی او یا هم ترې ژوندي پاتې شوي وو. 

شریک یي کړئ