Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغاني جامو په جوړولو کې له کورنیو ټوکورانو ګټه اخیستنه

د طراحانو او درزیانو (جامو ګنډونکو) یوه شل کسیزې ډلې په کابل ښار کې په یوه سیمه‎يیز شرکت کې له کورنیو ټوکرانو او لاسي صنایعو څخه په ګټنې نیمه پرمختللي او پرمختللي جامې طراحي او ګنډي.

دا شرکت یونیم کال مخکې پرانیستل شوی او تراوسه یې په سلګونه جوړې د خوښیو ځانګړې جامې طراحي او تولید کړي دي.

د دغه شرکت د تولیداتو ډېری پېرودونکي دولتي چارواکي او د ټولنې د شتمنې طبقې خلک دي.

د دغه شرکت ګنډونکی (خیاط) او طراح وحید سلیماني سعید په دې اړه وايي:«دې فکر ته ورسېدم چې له افغاني توکو څخه په ګټنې پرمختللي او مډرنې جامې جوړې کړم، ځکه اوس په ټولنه کې د دې سربېره چې خلک کلاسیکې جامې خوښوي، خو داسې کسان هم شته چې مډرن ژوند کوي او غواړي چې مډرنې جامې استفاده کړي. هغه جامې چې ښکلې څرګندونې وي او د هغه شخصیت معرفي کوي.»

د دې شرکت مسوولین وايي، د ملاتړ نشتوالی له کبله نه‎دي توانېدلي چې خپل تولید له هېواده بهیر وپلوري.

خیاطه صابره اصغري په دې اړه وايي:«هر ډول فرمایش ترلاسه کوو. موږ افغاني ګنډ هم ګنډو چې له بهیره هم ډېر فرمایش اخلو او هغه فرمایشونه هغوی ته چمتو کوو او استوو.»

په دغه شرکت کې کوم کالي چې تولیدېږي په ځانګړي توګه د رسمي او د خوښیو مراسمو لپاره دي.

یاد شرکت یو نیم کال وړاندې پرانستل شو او تر دې دمه يې سلګونه پرمختللي کالي تولید کړي دي.

د جامو ګنډلو دا شرکت یونیم کال مخکې پرانیستل شوی او تراوسه یې په سلګونه جوړې د خوښیو ځانګړې جامې طراحي او تولید کړي دي.

شریک یي کړئ