Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د انځورګرۍ له هنر سره د ماشومانو د اشنا کولو نندارتون

هرات ولایت کې نن شنبې (د وري په ۳۱ مه) د اتلسو زده کوونکو له خوا د «رویای کودکان» تر نامه لاندې نندارتون جوړ شوی دی.

په دغه نندارتون کې د انځورګرۍ له هنر سره د ماشومانو د بلدتیا لپاره څه باندې ۲۰۰ پنځول شوې نقاشۍ نندارې ته اېښودل شوې دي.

هغه زده کوونکو چې دا نندارتون یې جوړ کړی، وايي چې د دغه نندارتون په تابلوګانو کې، د بېلابېلو محبوبو کارټونونو څېرې او همدارنګه د ماشومانو لپاره کیسې انځور شوې دي.

د دغه نندارتون د جوړونکي په اند، انځورګري د ماشومانو ذهن ته وده ورکوي او هغوی خلاق کوي او د هغوی د زده کړې وړتیا لوړوي.

د دغه نندارتون جوړونکې ستاره فرزام په دې اړه وايي:«ښوونځي باید د انځورګرۍ موکې پر رامنځته کولو ډېر تمرکز وکړي ځکه چې نقاشي د ماشوم د فکري ودې لامل کېږي.»

هغه ماشومان چې د ماشوم د نندارتون د لیدو لپاره راغلي، ویلي چې د لومړي ځل لپاره اوبو رنګ (ابرنګ) انځورګري تجربه کوي.

یو له دغو ماشومانو مدینه وايي:«خوښوي چې (د نقاشۍ سوژه یې) د سولې او ارامښت په چاپېریال کې له خپلې کورنۍ سره ژوند وکړي.

الیاس هغه ماشوم چې د کارټون د محبوبه شخصیت په منځ کې یې د خپلې خوښې وړ انځور پيدا کړی وايي:«خوښوم چې په راتلوونکي کې نقاش شوم او د دغو تابلو ګانو په څېر نقاشي وکړم.» 

د ماشوم د هیلو (رویای کودک) نندارتون د دویم کال لپاره د د بهزاد مسلکي لېسې له خوا د انځورګرۍ له هنر سره د ماشومانو د اشنا کولو په منظور جوړېږي.

د ماشومانو د هیلو (رویای کودکان) نندارتون کې د انځورګرۍ له هنر سره د ماشومانو د بلدتیا لپاره څه باندې ۲۰۰ پنځول شوې نقاشۍ نندارې ته اېښودل شوې دي.

شریک یي کړئ