هندي رسنیو نن پنجشنبې (د غوايي په ۱۱مه) رپوټ ورکړی چې د بالیووډ وتلی سینمايي ستوری رشي کپور نن د ۶۷ کلنۍ په عمر د ممبي ښار په یوه روغتون کې ساه ورکړه.
د کپور کورنۍ ویلي چې هغه له دوه کلونو راهیسې له سرطان ناروغۍ سره مبارزه کوله.
د هندوستان ټایمز پر حواله، رشي کپور، تېره ورځ د ممبي ښار په یوه روغتون کې بستري شو او نن ساه ورکړه.
امیتاب بچن د بالیووډ سینمايي لوبغاړي او ستوري هم د هغه مړینه په خپل ټوېټر پاڼه کې تایید کړې ده.
د رشي کپور ورور رندیر کپور د خپل ورور له مړینې مخکې وویل:«دا واقعیت دی چې هغه په روغتون کې بستري دی. هغه ښه وضعیت نه لري او ستونزه رامنځته شوې، نو هغه مو نن سهار بستري کړ.»
رشي کپور په ۲۰۱۸ز کال کې خبر شو چې په سرطان اخته دی او د یوې کال لپاره یې د امریکا په نیویارک ښار کې تر درملنې لاندې و.
هغه په ۲۰۱۹ز کال کې بېرته هندوستان ته راستون شو.
رشي کپور د هندوستان د ستر لوبغاړي راج کپور دویم زوی و. هغه په مشهورو فلمونو لکه (امر، اکبر، انټوني)، لیلي مجنون، روی چکر، سرګم، قرض بول رادها بول او ځینو نورو مشهورو فلمونو کې کار کړی دی.