Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د خاموشۍ غږ؛ د ښځو په اړه نندارتون

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مبارزې د شپاړلس ورځني کمپاین په مناسبت د بادغیس هنرمندو نجونو د ښځو د تریخ ژوند ځينې صحني نقاشي کړې دي. 

په همدې مناسبت جوړ شوي نندارتون کې د څلوېښتو پېلغو څلوېښت هنري اثار نندارې ته وړاندې شول، چې پکې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی پکې انځور شوی و. 

سیما محسني یوه نقاشه ده، هغه وايي دې د ښځو د صحرايی محکمو په اړه خپل جوړ کړی انځور نندارې ته وړاندې کړی دی.

سیما وايي: «ځینې خلک د بد دود له امله صحرايي محکمې کوي، چې د منلو نه دي، چې یو بې ګنا انسان د خپل دود په خاطر چې هیڅ مانا نه لري، یو چاته ځور ورکوي یا يې له حقه محروموي.»

شبنم یوه بله نقاشه ده، دا وايي د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یو ناسم دودی، چې باید له عملي کولو يې ډډه وشي. 

په ورته وخت کې د بادغیس د ښځو چارو سرپرست رییسه لیلا نورزاد وايي، چې د تېر کال په پرتله یو څه د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی. 

هغې وویل دا چې تاوتریخوالی بېخې لوړې درجې ته نه دی رسېدلی: «علت يې دا دی چې د خپلو حقونو په اړه د ښځو پوهاوی ډېر شوی، چې کولی شي عدلي ارګانونو ته مراجعه وکړي.»

یوه څارنواله انجیلا حمیدي وايي چې دوی ته شاوخوا اویا قضيې راجع شوې دي، چې د ماشومانو د وهلو ټکولو، د کم عمر ودونو او د ښځو پر وړاندې د نورو تاوتریخوالو اړوند دي. 

حمیدي وړاندې زیاته کړه: «دا یوه بده پدیده ده، په بادغیس کې له دوو کالو راهیسې د ماشومانو او مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي په برخه کې څارنوالي فعاله شوې، چې تر اویاوو پورې قضيې ثبت شوې چې څېړل کېږي.»

په دې نندارتون کې یوه نقاشه پېغله مریم احمدي وايي چې تېر کال يې د ۲۲ هېوادونو په منځ کې لومړی مقام ګټلی، خو دولت او د هنر په برخه کې فعالو نورو ادارو ورته هیڅ پام نه دی کړی. 

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په برخه کې شپاړلس ورځنی کمپاین د دې لپاره پیل شو و، چې دا دود له منځه یووړل شي او ښځه له خپلو حقه حقونو برخمنه شي.

د خاموشۍ غږ؛ د ښځو په اړه نندارتون

څارنواله انجیلا حمیدي وايي چې دوی ته شاوخوا اویا قضيې راجع شوې دي، چې د ماشومانو د وهلو ټکولو، د کم عمر ودونو او د ښځو پر وړاندې د نورو تاوتریخوالو اړوند دي. 

شریک یي کړئ