په دوبۍ کې پولیس او نور اړوند بنسټونه د هند سینما د وتلې لوبغاړې سري ډېوي د ناڅاپي مرګ په اړه د بېلابېلو موضوعګانو د څېړنې په هڅه کې دي، او تراوسه هم د دغې لوبغاړې مله او هغه هوټل چې دا په کې اوسېده تر پوښتنې لاندې راوستي دي.
له هغو کسانو څخه چې پلټنې شوې دي د سري ډېوي خاوند بوني کپور هم په کې شامل دی.
د سري ډېوي مړی د شنبې پر شپه ناوخته د دوبۍ په جمره امارات ټاورز هوټل کې د هغې له خوندې پيدا شوی دی.
سري ډېوي د هند په ممبيي ښار کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کاوه. هغه دوبۍ ته د خپل وراره په واده کې د ګډون لپاره تللې وه.
د ټایمز اف انډیا ورځپاڼې په خپل یوه رپوټ کې لیکلي چې د دوبۍ چارواکي به د سري ډېوي مړی له څېړونو وروسته د هغې کورنۍ ته وسپاري.
د دغه رپوټ پر حواله، چې د دوبۍ پولیسو څېړنې نن سېشنبې به پای ته ورسېږي.
په لومړي سره کې چارواکو ویلي وو چې د سري ډېوي مړۍ د دوشنبې له غرمې وروسته به هند ته واستول شي.
دغه ورځپاڼه د یوې سرچنې پر حواله لیکي:«د جسد د معایناتو د رپوټ له لیدو وروسته، د هغه په اړه ځينې پوښتنې لرو چې هغه باید وڅېړو.»
د دوبۍ د قانون پر بنسټ، هغه مړینه چې له هوټل او د اوسېدو له ځایه بهر رامنځته کېږي باید په دقیقه وڅېړل شي؛ کهچېرې دغه کسان پر طبیعي مرګ هم مړه شوي وي.
د سري ډېوي خاوند بوني کپور، په دوبۍ کې د کورنیو چارو وزارت له خوا تر پلټنې وشې.