Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د رخشانې ننداره؛د پردې تر شاه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي انځور

د «رخشانې» ننداره نن په کابل کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ریښې د پيدا کولو له موضوع سره ترسره شوه.

د تیاتر په ډګر کې د واقعي ژوند ترخې صحنې، د یوې نجلۍ واقعي کیسه چې له دردونو او کړاونو ډکه ده.

کله چې هغه لا د ماشومتوب په لوبو بوخته ده پلار یې په قمار کې بایلي. نوموړې دوولس کلنه وي او واده کېږي.

ډېر کلونه کړېږي د خاوند او د هغه د کورنۍ وهل ټکول او سپکې سپورې زغمي.

خو زغم یې پای ته رسېږي او د عدالت نارې وهي.

د ملګرو متلونو سازمان د انکشافي پروګرام رییس جاسلین مسون وايي:« کله چې دغه ننداره وینئ، موږ له تاسو غواړو په یاد ولرئ، که څه هم د تیاتر په دغه ننداره کې رخشانه یو شخصیت ده، خو د افغاني ټولنې د میرمنو استازیتوب کوي.»

د دغه تیاتر د جوړولو موخه د ښځو د حقونو په اړه د خلکو د پوهاوي د کچې لوړول بلل شوي دي.

د رخشانې په نوم د تیاتر دغه ننداره به د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پاي ته رسولو د نړیوالې ورځې او همداراز د جنسیتي نابرابرۍ پرخلاف د شپاړس ورځنۍ مبارزې له امله تر راتلونکو درېیو ورځو پورې روانه وي.

د تیاتر په ډګر کې د رخشانې د نندارې تر نامه لاندې د واقعي ژوند ترخې صحنې، د یوې نجلۍ واقعي کیسه چې له دردونو او کړاونو ډکه ده.

شریک یي کړئ