Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سراج العمارت ماڼۍ د بیارغونې پر پڅو چارو نیوکې

په ننګرهار ولایت کې یو شمېر فرهنګیان او د دې ولایت اوسېدونکي د سراج العماره لرغونې ماڼۍ د بیا رغونې پر پڅو چارو نیوکې کوي او وايي د بیارغونې چارو ته یې جدي پام نه دی شوی.

دوی وايي له کابو اتلو کلونو راهیسې د یادې ودانۍ د بیا روغونې چارې روانې دي، خو لا یې هم نه دي بشپړې کړي د ودانۍ تاریخي ارزښت هم د رغیدو پر مهال لمنځه تللی.

اته کاله وړاندې حکومت د دې ودانۍ د بیا جوړولو تابیا وکړه، نیمې چارې یې بشپړې کړې او بیا یې همداسې نیمګړې پرېښوده.

دا ماڼۍ په هغه وخت سره مهمو مهندسانو جوړه کړې او ځانګړې معماري پکې شوې وه.

هغه مهال یوازې شاهي کورنۍ کاروله، وخت ناوخت یې دلته میلمانه هم پالل، اوس یې هم شاوخوا باغ کې ځنې پخوانۍ ونې لا پاتې دي، خو دا ځای اوس په ننګرهار کې پر لوی تفریح ځای بدل شوی.

د ننګرهار اطلاعاتو او کولتور ریاست چارواکي بیا مني چې د ودانۍ په بیا رغیدو کې تاریخي بڼه لمنځه تللې او هغه شرکت ته چې یې د رغیدو چارې سپارل شوي سستي کوي.

د ننګرهار په پراخې زرغونې ځمکې څه دپاسه یوه پېړۍ وړاندې واکمن امیر حبیب الله د سراج العمارت ودانۍ جوړه کړه چې هغه مهال په ټوله اسیا کې له مهمو ودانیو ګڼل کیده. هغه مهال له دې ودانۍ د ژمني پلازمېنې په توګه هم کار اخیستل شوی، خو په ۱۳۰۷ لمریز کال کې دا ودانۍ یوه قومي لښکر وسوځوله او بیا له هغې راوروسته په کورنیو جګړو کې هم زیانمنه شوه.

د سراج العمارت ماڼۍ د امیر حبیب الله خان په واکمنۍ کې جوړه شوې او له هغې راروسته په بېلابېلو وختونو کې د جګړو پر مهال زیانمنه شوې

شریک یي کړئ