د هېواد د پخواني سیاستوال، شاعر او لیکوال سلیمان لایق مړی نن د کابل ښار په مرنجان تپه کې خاورو ته وسپارل شو. سلیمان لایق د زمري په ۱۰مه نېټه د المان په یوه روغتون کې ساه ورکړې وه.
سلیمان لایق د هغو ټپونو له امله چې لس میاشتې مخکې د کابل ښار په شش درک سیمه کې یوه ځانمرګي برید کې ټپي شوی و، د درملنې لپاره المان ته لېږدول شوی و.
ښاغلی لایق د وطن حزب له بنسټ اېښودونکو و چې ملګري او خپلوان یې هغه د یوه میانه رو او پر وطن مین شخص په توګه یادونه کوي.
هغه کسان چې سلیمان لایق پېژني د حکومت له لوړ پوړو چارواکو او سیاستوالو نیولې بیا تر عادي خلکو او د ګوند غړي یې، نن د وروستي ځل لپاره د سردار داوود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د هغه له جنازې سره مخه ښه کوي.
سلیمان لایق ۱۱ ورځې مخکې د ۹۰ کلو په عمر د المان په یوه روغتون کې ساه ورکړه او جسد یې تیره ورځ کابل ته راوړل شو.
د سلیمان لایق له خپلوانو راشد اخلاص وايي:«ټول افغانان له سلیمان لایق سره مینه لري په ځانګړې توګه د ځوانانو په منځ کې ځوانان د هغه شعرونه او مبارزې چې د افغانستان د خلکو د سعادت او خوش بختۍ لپاره مبارزه ده لوستونکي لري.»
سلیمان لایق چې دوه لوڼې او دوه زامن لري، ۳ بچیان یې له المانه د هغه له جنازې سره کابل ته راغلي دي.
ښاغلی لایق یوازې د پښتو او دري ژبو شاعر او لیکوال نه و بلکې هغه یو سیاستوال او د خلق دموکراټیک ګوند له بنسټ اېښودونکو هم و.
د خلق ډموکراټیک ګوند غړی محمد داود افضلي وویل:«هغه مهال زموږ او د دغو غړو هیله تر ټولو سپېڅلې هیله همدا خلکو ته خدمت او د هېواد ابادول و.»
د وطن ګوند غړی اسدالله سنجش هم په دې اړه زیاتوي:«د خلق ډموکراټیک ګوند یو ملي ګوند و چې هغه مهال د هېواد شته ستونزو د حل لپاره یې مبارزه کوله.»
له سلیمان لایق ۱۸ ادبي او څېړنیز اثار پاتې دي. اوس د اطلاعاتو او کلتور وزارت غواړي چې د هغه ناچاپ اثار چاپ کړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست طاهر زهیر وویل:«د خدای بښلي د کورنۍ او اولادونو د تفاهم پر بنسټ هره برخه یې چې ملي ارشیف ته وسپارل شي او د ده د قلمي اثارو هره برخه کې چاپ شوي نه دي د اطلاعاتو او کلتور وزارت له تفاهم سره دا چمتووالی شته چې اثار یې چاپ شي.»
له بل لوري ځينې سندرغاړي وايي، حکومت د هېواد له فرهنګپالو سره دوه ګونی چلند کوي.
سلیمان لایق د تېرکال په تلې میاشت کې د کابل په شش درک سیمه کې په یوه ځانمرګي برید کې ټپي او د کیڼ لاس یوه ګوته یې پرې شوه او له اتو میاشتو راهیسې په المان کې تر درملنې لاندې و.