Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سولې پیغام د ډاګیزه کولو لپاره د یوه ځوان هڅې

په کابل کې یو ځوان انځورګر وايي چې له څو کلونو راهیسې هڅه کوي چې په خپلو تابلوګانو کې د سولې له منځپانګې سره پیغامونه ډاګیزه کړي.
 
بلا میر قریشي چې د مهندسۍ څانګې زده کړیال هم دی، تراسه یې کابو ۹۰ تابلوګانې نقاشي کړي او کارونه یې په ځينو کورنیو او نندارتونونو کې هم نندارې ته اېښودل شوی دي.

دغه شل کلن انځورګر، هڅه کوي چې اثار یې له هېواده بهر د نقاشۍ نندارتونونو ته لار پیدا کړي:«وکړای شم چې د انځورګرۍ له لارې خلکو ته د سولې پيغام ورسوم، چې زموږ په هېواد کې جګړه پای ومومي او (په دې برخه کې) د خپلو خلکو افکار په د نقاشۍ په دغو تابلوګانو کې بیان کړای شو.»

له پلاره هنرمن نه دی؛ خو د هغه سړي څلورم زوی دی چې؛ هغه هم یو مهال د انځورګر کېدو په فکر کې و، که څه هم د بلال میر پلار خپلې هیلې ته ونه رسېد.

د بلال میر قریشي پلار خواجه‌ میر قریشي وايي:«کله چې زه په ښوونځي او پوهنتون کې وم، شرایط داسې نه وو چې ما غوښتل مو په هرې برخې کې کار وکړو. بیا ما وغوښتل چې زما همدا بلال جان زوی مې وکړای شي د هنر له لارې هم کار مخته یوسي.»

د دغه ځوان په کوچني کارغالي کې د پخوا کلونو او هر هغه څه چې نوموړي تر اوسه لیدلي دي د تابلوګانو په رنګونو کې نندارې ته ایښي دي.

خو دا چې دی او خللک به یې خپلې اصلي غوښتنې ته په رسېدو کې چې د جګړې پای او د سولې ټینګښت دی؛ څومره لار په مخکې ولري، هغه پوښتنه ده چې له کلونو راهیسې په افغانستان کې بې ځوابه پاتې ده.

درې کاله کېږي چې دغه ځوان انځورګر، انخورګرۍ یا نقاشۍ ته مخه کړې او تراوسه یې ۹۰ تابلوګانې پنځولې دي.

شریک یي کړئ