Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مینیاتورۍ د نړیوال ثبت د هڅو په هکله د هراتي فرهنګیانو غبرګون

په هرات کې فرهنګیان اندېښنه لري چې ایران او ترکیه هڅه کوي د افغانستان د مینیاتورۍ او خطاطۍ هنر د نړۍ په فرهنګي میراثونو کې په خپلو نومونو ثبت کړي.

د هرات دغه فرهنګپال او هنرمندان دلته د هرات ښار په چهار سوق تاریخي حوض کې راټول شوي؛ چې د هېواد د فرهنګي میراثونو د لاهو کېدو په غبرګون کې خپل غږ پورته کړي.
 
دوی وايي، ایران او ترکیه هڅې کوي؛ څو د افغانستان د مینیاتورۍ او خطاطۍ هنر په خپلو نومونو د نړۍ په فرهنګي میراثونو کې ثبت کړي.

هرات کې د افغانستان د سټراټېژيکو مطالعاتو انسټېټيوت مسوول داوود عرفان وايي:«ګاونډي او د سیمې هېوادونه د دې په هڅه کې دي چې د خوشنویسۍ او مینیاتورۍ هنر چې د هرات په تاریخ کې ډاګیزه او ځانګړی ځای ګی لري له افغانستانه پرته د سیمه ییزو هېوادونو په نوم ثبت کړي.»

ځینې دغه فرهنګپال افغانستان په سیمه کې د مینیاتورۍ او خطاطۍ د پیداېښت ځای بولي او ټینګار کوي چې، د دغو دوو هنرونو ویاړ باید د افغانستان په نامه د نړۍ په فرهنګي میراثونو کې ثبت شي.

د هرات پوهنتون د هنرونو پوهنځۍ رییس محمد توفق رحماني وویل:«هندي ښوونځي، ایراني ښوونځي، ترکي ښوونځي له دغه هنره ګټه اخلي او دا هنر اغېزه لري او تر نننه دغه ښوونځي ځان د هرات هنري ښوونځي او د بهزاد هنر منندوی ګڼي.»

خوش نویس عبدالجلیل توان په دې اړه وویل:«نستعلیق خط او شکست خط د هرات ښوونځي پورې اړوند دي د دې لپاره همدلته ښوونځي پیدا شوی او همدلته د کمال حد ته رسېدلی دی.»

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین نه دلته راغلي او نه هم په دې اړه خبرو کولو ته چمتو کېږي. 

له بل لوري د هرات پوهنتون ځينې استادان او نور هنرمندان افغان حکومت په دې برخه کې پر بې غورۍ تورنوي.

د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځۍ استاده ازیتا ابراهیمي څرګندوي:«د افغانستان دنده، د اطلاعاتو او کلتور دنده ده چې د دا ډول څو ملیتي ګډو میراثونو د ثبت پر مهال اقدام وکړي.»

د استاد کمال الدین بهزاد د مینیاتورۍ مکتب چې د تېموریانو دورې یو له لویو هنرمندانو شمېرل کېږي، نړیوال شهرت لري او د نړۍ بېلابېل هېوادونه او په ځانګړې توګه ګاونډي هېوادونه له همدې مکتبه پیروي کوي.
 
له دې سره سم، د نستعلیق، کوفي، ثلث او ځینو نورو لکیبڼو د پیداېښت ځای هم هرات بلل کېږي؛ خو ایران، ترکیه او ځینې عربي هېوادونه هڅې کوي چې دغه لیکبڼې په خپلو نومونو ثبت کړي دي.

شریک یي کړئ