یو افغان ځوان په هند کې د موسیقۍ په سترې سیالۍ کې د ۱۲ غوره کسانو په ډله کې راغلی.
دې سیالۍ کې ۲۱ زره کسانو ګډون کړی و، چې بهزاد فرخاري ورته له کاناډا څخه ورغلی و.
د هند مشهورو سندرغاړو په دغه سیالۍ کې د بهزاد فرخاري سندرې ستایلې دي.
یوه دودیزه سندره چې ډېره اورېدل کېږي او خلک ورسره مینه لري د هند د موسیقۍ په یوه سیالۍ کې وویل شوه.
دا سندره اوس له سیمهيیزو سازونو، ګروالي او پنجابي موسیقۍ سره ویل شوې ده.
ځوان افغان سندري غاړي بهزاد فرخاري د هند له پيژندل شوي سندرغاړي میکاسنګ سره په ګډه دا سندره وايي.
د هند مشهوره سندرغاړې سونېدي چوهان او د دغه هېواد د سینما نامتو سندرې جوړونکی پریتم د دې سیالۍ څارونکي دي، د بهزاد غږ دا دوه هنرمندان تراغیزې لاندې راولي دي.
سندرې جوړونکی پریټم:«نن د افغاني او ګروالي موسیقۍ دغې ګډولې دغه پروګرام ته ځانګړې بڼه ورکړه، کله چې پنجابي هم ورسره یو ځاي شوه فضا خوندوره شوه.»
بهزاد د دغه پروګرام یوازینی ګډونوالی دی چې له هنده بهر شلو زرو او د ننه په هند کې له زرو کسانو څخه د کاناډا له تورنټو څخه غوره شوی دی. نوموړی ددغو سیالیو تر دوولسو بهترینو پورې پرمخ ولاړ.
سندر غاړي بهزاد فرخاري په دې اړه وویل:«زما لپاره ستر ویاړ دی چې وتوانېدم چې له خپلو افغانانو د هند په ستره خپرونه کې استازیتوب وکړم.»
د هند وتلې سندرغاړې سونېدي چوهان په دې اړه وویل:« تا ډېره ښه سندره وویله، غږ دې له ساز سره ښه همغږي لرله، د سندرې احساس دې ښکلی بیان کړ، ما ته یې ډېر خوند راکړ.»
بهزاد تر ډېره غزل وايي او له پخوانیو افغاني سندرو سره مینه لري، هغه د هنر او موسیقي ترڅنګ زده کړه هم کوي او د تورنتو په پوهنتون کې د عصبي علومو د درېیم کال محصل دی.