د بهرنیو چارو وزارت کې د بدخشان ولایت څخه د یوه انځورګر کښل شوي انځورونه د نوي کال نوروز لمانځنې په موخه نندارې ته وړاندې شول.
دا انځورونه چې شمېر یې ۱۰۰ ته رسېږي د اوو میاشتو په موده کې محمدفاضل بدخشاني کښلي دي.
د انځورونه د بهرنیو چارو وزارت په نوې ودانۍ کې نندارې ته وړاندې شول چې د ملي یووالي حکومت د اجرایيه ریيس، عبدالله عبدالله په ګډون یو شمېر ډيپلوماټان یې نندارې ته راغلي وو.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرت، صلاحالدین رباني په دغه نندارتون کې وویل:«د دي ځوان د نقاشۍ کارونه ډېر په زړه پوري دي او زه ډاډه یم چې ټول به یې خوښ کړي.»
ده نوی کال د نړۍ مېلیونونو کسانو ته د خوښیو راوړنکی کال وباله.
په همدې کال کې نندارتون کې عبدالله عبدالله څرګنده کړه:«هغه کسان چې د بهرنیو چارو وزارت نوې ودانۍ ګوري، دا موکه ورته شته چې د استعداد لرونکو نقاشانو کارونه هم وګوري، د بهرنیو چارو وزیر دا نقاشۍ له ما پتې کړې وې، څکه چې دی پوهېږي زه هنر سره ډېره مینه لرم.»
په نندارتون کې سره له دې چې ګډونکوونکو ته موسیقي واورول شوه، ترڅنګ یې د سمنک او هفت سین سره هم د مېلمنو هرکلی وشو.
د ښاغلي رباني په خبره محمدفاضل یوازې ۱۴ کلن وه چې نقاشي یې کوله او دا یې نوي کښل شوې انځورنه دي.