Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د چاپېریال ساتنې د خونديتوب په پار کابل کې د نندارتون جوړېدل

شل انځورګرو مېرمنو، د چاپېریال ساتنې په موخه خپلې ۸۰ پنځونې د کابل په بابر بڼ کې په دوه ورځني نندارتون کې نندارې ته اېښي دي.

د دغه نندارتون جوړونکي وايي چې د چاپېریال ساتنې په اړه د خبرتیا لپاره او همدارنګه د مېرمنو د توانمنۍ نندارې ته د اېښودلو لپاره دا نندارتون جوړ شوی دی.

جمعه د (زمري ۵ مه) د دغه نندارتون لومړۍ ورځ وه او ټاکل شوې ده سبا (شنبې د زمري ۶ مه) هم دا نندارتون د لیدونکو پر مخ پرانیستی وي.

تمنا رستمي وايي د نقاشۍ اوه تابلوګانې یې په دغه نندارتون کې پلور ته ایښې دي.

دغه مېرمن زیاتوي درې تابلوګانې یې په لاس ګاږل شوې چې په یوه میاشت کې بشپړې شوې دي.

انځورګره تمنا رستمي زیاتوي:«درې تابلوګانې په ګوتو سره کاږل شوې دي او نور یې په بورس؛ د دغو تابلوګانو څخه یوه یې د لمرمخي ګل نقاشي ده چې د روښنايي په مانا ده.»

په همدې حال کې، د دغه نندارتون ځينې لیدونکي، د دا ټول نندارتونو له جوړېدو هرکلی کوي او هغه د ښځو د توانمنیو د ودې لپاره اغېزمن بولي.

د هغوی په باور که‎چېرې په هېواد کې د ښځو لپاره زمینه برابره شي، هغوی کولای شي له ټولو ستونزو سره مبارزه وکړي او د هېواد د کړکېچ د حل پاره ښې لارې چارې پیدا کړي.

د دغه نندارتون یوه ننداره چي نجیبه اکبري وايي:«ډېرې ښکلې تابلوګانې دي. زموږ د خپل وطن کار دی او موږ باید د دغه کار ملاتړ وکړو.»

بل ننداره چي عبدالصمد په دې اړه څرګنده کړه:« دا د وړیا وړ دی او کله چې دلته راځو حیرانېږو.»

د دې نندارتون په یوه برخه کې مېرمنو خپل لاسي صنایع او هغه خواړه چې په کورونو کې جوړ کړي د پلورلو لپاره ایښې دي.

د مېرمنو دغه هنري اثار او کاږل شوي انځورونه د دوو ورځو لپاره د کابل په بابر بڼ کې نندارې ته ایښودل شوي دي.

شریک یي کړئ