Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل بلند شهر کلا بیا رغول کېږي

د کابل بلند شهر کلا چې د کلوله پشتې پر تپې جوړه شوې او له هغې په بېلابېلو پړاونو کې د جنګي کلا په توګه کار اخیستل کېده اوس د فرهنګي استفادې لپاره تر بیارغونې لاندې ده.

دا کلا شاوخوا یوه نېمه پيړۍ وړاندې د عبدالرحمان خان په دوره کې په ۴۸ زره مټره مربع ځمکه کې جوړه شوه او له هغه مهال راهیسې تر ۳۰ کاله وړاندې پورې یوه پوځي کلا وه.

د دې کلا د اوو برجونو او د وسلو د پنځو زیرمتونونو له منځه یو برج د دې غونډۍ پر تر ټولو لوړې برخې جوړ شوی دی.
 
انجنیر وسیم روفي چې د دغې کلا د بیاروغونې پروژې مهندسي کارونه مخته بیايي وايي په دقت کار کوي چې د دغې کلا پخوانی بڼه بیا ژوندۍ شي:«هغه د وسلې زېرمې یا برجونه چې جوړ کړي په هر یوه کې یو ډول ځانګړې معماري کارول شوې چې ټول له اوسنۍ معمارۍ سره توپیر لري چې دا هغه وخت د معمارانو خلاقیت ښيي.»  

د دغې کلا د وسلو په یوه زیرمتون کې چې ډېر نه دی زیانمن شوی، په دې کلا کې د پخوانیو پوځیانو لیکنې پاتې دي. د دې کلا لرلید د کابل ښار لویه برخه لاندې کوي.
 
په دې کلا کې پاتې آثار څېړل شوي دي او اوس مهال د دې کلا د بیارغونې کار دوام لري.
 
د ملي پراختیا شرکت ویاند محمد مصطفی نوید څرګندوي:«د تاریخي لرغونتون له خوندیتوب او  اصلي توکي چې موجود دي او نه دي خراب شوي او له هغو موادو په استفادې چې جوړ شوي دا کلا بېرته مرمت، خوندي او بیا روغول کېږي.»

د دې کلا د بیارغونې لپاره د ملي پراختیا د شرکت له لوري ۱۱۰ مېلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي او پنځه شپېته کارګران د دې کلا پر بیارغونې بوخت دی.

شریک یي کړئ