افغانه فلم جوړونکې، رویا سادات تېره ورځ(د کب۱۱مه) د«ولسمشر ته لیک» نوې دقیقه يي فلم لپاره چې د اسکار ځایناستې جایزې ته نومانده وه، ترلاسه کړه.
دا جایزه د هالند د بهرنیو چارو وزارت ا و د ملګروملتونو د امنیت شورا لخوا جوړو شویو مراسمو کې مېرمن سادات ته ورکړل شوه.
د هالند د بهرنیو چارو وزارت په خپله ټوېټر پاڼه کې ليکلي دي:«د هاند د بهرنیو چارو وزارت ویاړي چې د اسکار ځای ناستې جایزه میرمن رویا ته د ښه فلم لپاره ورکوي.»
د هالند د بهرنیو چارو وزارت وايي چې مېرمن سادات د طالبانو رژيم وروسته توانېدلې چې افغانستان کې د ښځو په ژوند کې بدلون رامنځته کړي.
یاد فلم د دوو کلونو په موده کې جوړ شوی دی.
په دې فلم کې د ښځو پر وړاندې توپيري چلند او د دوی پر وړاندې تاوتریخوالی ښیې.
میرمن سادات وايي:د«دا فلم د ویلو لپاره ډېر څه لري. ټوليز توپير، ستونزې او توپيرونه په دې فلم کې د یوې کورنۍ له لارې ښکاره شوې دي.»
هغې زیاته کړې ده:«دا لومړۍ اوږد فلم دی چې ټول لوبغاړي یې افغانان دي. ټویې چارې یې افغانستان کې شوې دي، یوازې یو یا دوه مورده چې تخني وسایل نه وو.»
لینا علم د دې فلم مرکزي رول لري او عزیز دلدار یې کیسه لیکلې ده، دا فلم د رویا فلم او کابورا پرودکشن لخوا تولید شوی دی.