Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غزني پخواني ښار د غزنین کلا لوی څلی ونړېدو

د غزني پخواني ښار، د غزنین کلا تر ټولو لوی څلۍ(سې‎شنبې د غبرګولي په ۲۱مه نېټه) ونړېد.

د څلي د نړیدو پرمهال ترې اخیستل شوي انځورونه ښیې چې د غزنین کلا یاد څلی ډېر زیانمن شوی دی.

د غزني د اوسېدونکو په خبره د غزني د پخواني ښار کلا دوه دېرش برجونه درلودل چې په دې وروستیو کې یې بیا رغونې ته پام نه دی شوی.

دوی همداراز وايي وروستی نړیدل څلی په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې بیارغول شوی وو، خو د بې کیفیته موادو د کارونې له کبله ونړید.

په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې د غزنین کلا د څلیو بیا رغونې لپاره کابو یو میلیون یورو لګول شوې وې.

د غزني د اوسېدونکو په خبره وروستی نړیدل څلی په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې بیارغول شوی وو، خو د بې کیفیته موادو د کارونې له کبله ونړید

شریک یي کړئ