Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فیض محمد خیرزاده افغان فلم جوړونکی په امریکا کې ومړ

د مانند عقاب په نوم لومړني مستند فلم له جوړېدو چې په افغانستان کې د مستند - سینمايي فلم لومړنۍ تجربه ګڼل کېږي کابو ۵۵ کاله تېرېږي.

د دغه هنري اثر خاطرات تراوسه هم د خلکو په ذهنونو کې شته خو جوړونکی یې څو ورځې مخکې په امریکا کې ومړ.

د افغانستان د سینما او تیاتر برخې مخکښ فیض محمد خیرزاده د امریکا په نیوجرسي او نیویارک کې زده کړې کړي، هغه دیرشمه او څلوېښمه هجري لمریزو لسیزو کې د سینما او تیاتر په برخو کې د هڅو له امله شهرت درلود.

نوموړي په هغه وخت کې د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې پر کار سربېره د فلمونو او نندارو کارګرداني وکړه تردې چې د امریکا، جرمني، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو هنرمندان د هنري کارونو لپاره افغانستان ته راوستل.

لکه څنګه چې مشهور پيانو غږوونکی او سندرې جوړونکی دوک الینګټن چې په اویایمه زیږدیزه لسیزه کې ومړ په خپله یوه مرکه کې په ۱۹۶۳ زیږدیز کال کې په کابل کې د خپلو هنري کارونو یادونه کړې چې زمینه یې فیض محمد خیرزاده برابره کړې وه.

امریکايي پيانو غږوونکی او سندرې جوړونکی دوک الینګټون: «نه پوهېږم چې دا یو مهم ځای و که نه خو په یاد مې دي چې کابل ته تللی وم هو افغانستان، د کنسرټ په منځ کې مې فکر وکړ چې دغو خلکو زموږ غږ اورېدلی، او یا په څه احساس سره دې ځای ته راغلي دي، ځکه دوی خپله موسیقي لري، دا ډېر ښه دي ما ټوله شپه د دوی موسیقي واورېده.»

د ۱۳۵۷کال د غوايي له کودتا وروسته خیرزاده او د هغه کورنۍ د یو شمېر نورو افغانانو په شان د هېواد پرېښودلو ته اړ شول.

د فیض محمد خیرزاده زوی ولید خیرزاده:«تر ټولو لومړی هغه غوښتل او موږ هم غواړو ټول پوه شي چې فلم او هنر یو انساني حق دی او وضعیت او شتو ته له پامه پرته په ټولو پورې اړه لري.»

د فیض محمد خیرزاده لور نیلوفر خیرزاده :«فکرکوم چې د هغه لوی ویاړ د (ارزو زیر درخت نارون) په نوم د نندارې اجرا کول وو، د هغه دا خوښېده او زموږ هم د هغه په خاطر لپاره دا ننداره خوښه وه.»

په افغانستان کې له کلونو جګړو او د مجاهدینو او طالبانو د دورو له تېرېدو وروسته څو کاله مخکې کابل ته راغی خو بېرته امریکا ته ستون شو.

فلم جوړونکی او د تیاتر کارګردان فیض محمد خیرزاده: «هیله من یم داسې ورځ راشي چې زما او د هغو نورو کسانو بچیان چې له نورو هېوادونو لکه ایټالیا، یونان او اتریش څخه امریکا ته تللي ټول خپلو هېوادونو ته ستانه شي او خپل اصلي ځای ته ورشي هیله من یم یوه ورځ دا کار وشي.»

ښايي خپل اصلي ټاټوبي ته د ستنېدو لپاره د هغه هیله دې ته اړ ایستلی و چې خپلې کورنۍ ته د تېرو کړنو په اړه سپارښتنې وکړي. 

فیض محمد خیرزاده چې په څلورو وروستیو لسیزو کې امریکا کې ژوند کاوه، تېره چهارشنبه، د ۸۵ کلونو په عمر له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

شریک یي کړئ