Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

لوګر کې د سنځل ګل دودیزه مشاعره سږکال محدوده وه

ځينې فرهنګیان او د ادب خاوندان او د لوګر ځینې اوسېدونکي د ناامنیو او د کورونا ویروس د ګواښ تر سیوري لاندې او د «سولې او پخلاینې» په نامه د سنځل ګل دودیزه مشاعره جوړه کړې ده.

په دغې مشاعره کې چې د پنجشنبې په ورځ جوړه شوې وه، کابو ۳۰۰ تنو له لوګر او ځینو نورو ولایتونو څخه ګډون کړی وو.

جګړه، سوله او په هېواد کې نننۍ نور مسایل، د هغو شعرونو عنوانونه یې جوړل چې په دغې مشاعره کې لوستل کېدل.

یو له ګډونوالو منصور وايي:«د دغو زړه بوږنونکو اثارو څخه یې پنځه اویا سلنه زړه بوږنونکي اثار چې پر ادبیاتو اغېزه کړې او د ادبیاتو د شاته پاتې کېدو لامل شویو دا ټول د جګړې له امله دي.»
 
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو آمر محمد کاظم وویل:«هغه خبره چې نن خلک د مشاعرې له لارې مطرحه کوي، له دواړو لوریو څخه د خلکو غوښتنه دا وه چې باید په افغانستان کې اوربند وشي او جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.» 

د لوګر د سنځل ګل مشاعرې جوړېدل څورلس کاله وړاندې د دغه ولایت د فرهګپالو له لورې پېل شول.  سږکال د کورونا ویروس پراختیا د دې لامل شو چې دا مشاعره د نورو کلونو پرتله محدوده جوړه شي.
 
د لوګر د سنځل ګل مشاعرې جوړېدل څورلس کاله وړاندې د دغه ولایت د فرهګپالو له لورې پېل شول.

شریک یي کړئ