د هېواد یو له محلي سندرغاړو استاد محمود خوشنواز د ۶۳ کالو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله هرات کې ومړ.
هغه کابو دوه کاله د مغزي سکتې له امله د ناروغۍ په بستر کې پورت و، خو د اقتصادي ستونزو له امله له هېواده بهیر د درملنې وس نه درلود.
محمود خوشنواز په هېواد کې د محلي موسیقۍ د استاد په توګه یادونه کېږي چې دوه مشهورې سندرې یې «سر پل مالان» او «محله سنګ تراشان» د هېواد په ملي موزیم کې ثبت شوې دي.
د هغه غږ د هراتیانو لپاره له نږدې ۵۰ کلونو راهیسې اشنا و.
ځینې سندرغاړي د استاد محمود خوشنواز مړینه د هېواد د محلي موسیقۍ لپاره یوه ضایع بولي.
د استاد محمود خوشنواز کورنۍ د هغه د یو نیم کال ناروغۍ په بهیر کې د اقتصادي ستونزو له امله په دې نه دي توانېدلي چې هغه د درملنې په موخه له هېواده بهر بوځي.
حکومت سره له دې چې څو میاشتې مخکې د دغه سندرغاړي د درملنې په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې وه؛ خو دغه همکاري ورته ونه رسېده.
استاد محمود خوشنواز نږدې سل سندرې لري. هغه د سندرو د ویلو تر څنګ، شاعر او د کمپوز جوړونکی هم و، چې د هرات یو شمېر ځوانو سندغاړو ته کمپوزونه جوړ کړي دي.
هغه په لس کلنۍ کې موسیقۍ ته مخه کړې وه او دغه هنر یې له خپل پلاره زده کړی و.