Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مصر کې ۳زره کلن لرغوني ۳۱ تابوتونه کشف شوي

د مصر د لرغون پېژندنې وزارت د دغه هېواد په سویل الاقصر ښار کې له مومیایانو سره د ۳۱تابوتونو له کشفه خبر ورکوي.

دغه تابوتونه چې کابو ۳زره کلن لرغونوالی لري په کې ۲۳ نارینه، شپږ ښځې او دوه ماشومان شامل دي.

د مصر د لرغون پېژندې ویر، خالدالعناني په دې اړه وايي:«نن زموږ همکاران یو نوی پټنځای کشف کړی دی، دوی دېرش له لرګیو جوړ تابوتونه کشف کړي دي چې د درویشتو نارینه، شپږو ښځو او دوو ماشومانو دي. پر تابوتونو شوې نقاشۍ جوړې ساتل شوې دي او همداراز په تابوتونو کې مومیايي جستونه هم شته دي. نن موږ د رسنیو پر وړاندې دوه تابوتونه پرانیزو.»
 
مصر کې لرغون پېژندونکي وايي چې د دغو جسدونو کشف کولی شي د دغو اثارو د لرغونتوب په اړه لا ډېر رازونه پرانیزي.

لرغون پوه، زاهي حواس زیاتوي:«دا موندنې له موږ سره مرسته کوي چې موږ له مرګه وروسته د دوی د ژوند په تړاو مالومات ترلاسه کړو، د رنګونو او نقاشیو په اړه او همداراز د مذهبي مراسمو په اړه یې پوه شو.»

مصري چارواکي وايي، دغه لرغوني توکي به د مصر موزیم ته ولېږدول شي او په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې به نندارې ته وړانډې شي.

شریک یي کړئ