Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهار کې د کتاب‎ د لوستلو د دود پراختیا

په داسې حال کې چې ترو کلونو کې ننګرهار ولایت کې خلکو ډېر پام د کتاب لوستلو او مطالعې ته نه درلود، خو اوسمهال تر ډېره هڅه کوي چې کتابونه مطالعه او خپل مالومات زیات کړي.

د کتاب لوستو سره د خلکو مینې زیاتوالي سره ننګرهار کې کتاب پلورونکي هم خوښ دي ځکه د کتاب د پلور بازار یې تود شوی.

د کتاب مینوال، معصوم خان وايي:«اوس یې توپیر کړی، د خلکو ذهن بدل شوی دی، اوس خلک د مطالعې په ارزښت پوه شوي دي چې کتاب ګټې لري او خلکو معنویات لوړیږی، نو ځکه خلک مطالعه کوي.»

د کتاب مینوال، عتیق الله زیاتوي:«اوس زده کړې ښې شوې دي، عام پوهاوی هم زیات شوی، د ښوونځیو شمېر زیات شوی، د مطالعې سویه لوړه او د کتابونو بیه هم زیاته شوې ده. هر څوک غواړي نوی کتاب واخلي او مالومات یې تازه کړي.»

 هم مهاله په ننګرهار کې کتاب پلورونکي او خپرندویې ټولنې هم له کاروباره خوښ دي، ځکه د پخوا په پرتله یې بازارونه ښه شوي دي.

د مومند کتاب خپرندویې ټولنې مسوول، نجیب الله مومند وايي:«نن سبا د پخوا په پرتله کتابونه ډېر چاپ کېږي، مراجعین هم ډېر دي. مخکې مو په میاشت کې ۵ کتابونه چاپول، خو اوس ۱۵ چاپوو.»

 د ختیځ کتاب پلورنځي مسوول، زاهد الله څرګندوي:«دلته کتابخونې جوړې شوې، مخکې د کتاب بازار کمروزی وو، خو لامل یې دا وو چې سواد کم وو، اوس پوهنتونونه جوړ شول.»                                          

د ننګرهار اطلاعاتو او کولتور ریاست د کتاب لوستنې فرهنګ د عامیدو یو لامل په کورنیو ژبو د کتابونو پراخه ژباړه هم ګڼي چې په څو کالونو کې د اړتیا وړ کتابونه ژباړل شوي او لیکل شوي دي.

د ننګرهار اطلاعاتو او کولتور ریاست، اورنګ صمیم څرګندوي:«ځوانان هڅه کوي چې په بندخونو کې هم کتابونه وویشي، او په نورو سیمو کې هم، دا ډېره ښه خبره ده. زموږ ځوانان د کتاب په ارزښت پوه شوي دي.»                           

ننګرهار د هېواد یو له هغو ولایتونو دی چې د کتاب لیکنې، ژباړنې او چاپولو په برخه کې د هېواد د نورو ولایتونو په پرتله پکې د پام وړ ډېر کار کېږي.
 
د کتاب لوستنې مینوال په دې باور دي چې د پخوا پرتله د عامه پوهاوي ترڅنګ د خلکو علمي کچه هم لوړه شوې ده

شریک یي کړئ