Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د یهودو پاتې شوي عبادت ځایونه پر ښوونځي او جومات بدل شوي

هرات کې له یهودیانو پاتې شويو عبادت ځایونو څخه د ښوونځي او جومات په توګه کار اخیستل کېږي.

دا مهال په هرات کې د یهودیانو ۴ عبادت ځایونه شتون لري، چې سل کاله تاریخي مخینه لري خو له ځینو یې د ښوونځي او له ځینو یې جوماتونه جوړ کړای شوي دي.

یو له دغو کنیسو چې د هرات په زاړه ښار کې موقعیت لري، څه باندې ۳۰۰ کاله لرغونتوب لري او دا هغه پېر دی چې، یهودیان له فارس سیمې هرات ته کډه شوي او دلته په پخواني ښار کې ځای پر ځای او ځانونو ته یې عبادت ځای جوړ کړی و. او هره شبنه به د عبادت لپاره دغې کنیسې ته راتلل.

جمعه خان چې، له کلونو راهیسې د هرات د زاړه ښار د کنیسې د ساتنې مسوولیت لري. هغه د هغه وخت یادونه کوي چې د زاړه ښار اوسېدونکي به له بېلابېلو مذهبونو او دینونو سره، د یوه بل تر څنګ په سوله ییزه توګه ژوند کاوه.

هغه زیاتوي:«دلته په دې خوا کې یې یوه کوڅه لرله، د (مرغ فروشي) کوڅې په نامه؛ هغوی چرګان لرل، بزګر یې لر او همدا ډول یې ژوند کاوه. دلته د یهودیانو کابو ۲۰۰ کورنیو ژوند کاوه او د هغوی کسب سوداګري وه.»

له هغه وخته یوازې څلور کنیسې پاتې دي او له هغو یوه یې په بشپړه توګه ویجاړه شوې او له نورو کنیسو اوس د ښوونځي او یا هم د جومات په توګه کار اخیستل کېږي.

لرغونپوه صدیق میر په دې اړه وايي:«په دغو کنیسو کې به معمولاً یهودیانو عبادت کاوه؛ یوه له دغو کنیسو د شماویل په نامه وه چې اوس په هریوا ښوونځي بدل شوی دی.»

لرغونپوهان له دغو کنیسو د کلتوري- تاریخي او د سیلانیانو د جذبولو د ځایونو په توګه یادونه کوي.

لرغون پوهان وايي چ\ې دغه عبادت ځایونه باید مرمت شي.

فرهنګ پال شاهین مردان په دې اړه وايي:«د هرات پخوانی ښار مرمت او بیارغونې ته اړتیا لري. په ځانګړې توګه کنیسې چې د اډیولوژيکې تمدني حوزې ښکارندوی دی چې یهودیانو پر ځای پرېږي دي، مرمت ته اړتیا لري.»

سره له دې چې، په هرات کې د یهودیانو هېڅ کره شمېر روښانه نه دی؛ خو ویل کېږي چې، د یهودیانو نږدې ۱۰۰ کورنۍ په هرات کې ژوند کاوه او د اسراییلو له جوړېدو وروسته له هراته اسراییلو ته ولاړل.

په هرات کې د یهودیانو هېڅ کره شمېر روښانه نه دی؛ خو ویل کېږي چې، د یهودیانو نږدې ۱۰۰ کورنۍ په هرات کې ژوند کاوه او د اسراییلو له جوړېدو وروسته له هراته اسراییلو ته ولاړل.

شریک یي کړئ