Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې ۲۱ مېرمنو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال خپلې خاطرې مکتوب کړي

هرات ولایت کې ځينو مېرمنو، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال خپلې خاطرې په یوه کتاب کې لیکلي دي.

دا کتاب د «مخاطره نویسي؛ مجموعۀ خاطره‌های ۲۱ زن هراتی از دورۀ طالبان» په نوم په دې وروستیو کې چاپ شوی دی.

د دغه کتاب لیکواله الهه ساحل په دې اړه وايي:«دا د هغو کسانو په چوخ وهل دي چې د مذاکرې پر مېز له طالبانو سره خبرې اترې کوي.»

دغه مېرمنې وايي چې له دغه کار سره یې غوښتي دي چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال خپلې ترخې خاطرې له تحریف او سانسور پرته ولیکي څو د راتلوونکي نسل لپاره د طالبانو توره دوره تکرار نه‎شي.

ګلثوم صدیقي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال کورنۍ ښوونکې وې. هغه وايي چې په دغه دوره کې یې په پټه ماشومانو ته لیک لوست ور زده کاوه.

هغې د طالبانو په دوره کې د ۲۱ مېرمنو د خاطراتو ټولګې په کتاب کې د هغې نجلۍ کیسه لیکلې چې لاهم له یادولو سره یې له سترګو اوښکې بهېږي.

هغه وايي:«زما اصلي اندېښنه د طالبانو دروې ته سنېدل دي، زه نه غواړم چې د هغه وخت ترخې خاطرې د ښځو راتلونکي نسل لپاره تکرار شي.»

سکینې حسیني هم په دغه کتاب کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال خپله یوه خاطره لیکلې، او هغه دوره یې د ښځو لپاره د وحشت دوره ګڼي او وايي چې څو ځله د طالبانو له خوا د مېرمنو د وهل ټکولو شاهده وه.

د هراتي مېرمنو دا نوښت د دغه ولایت د اوسېدونکو او فرهنګیانو له هرکلي سره مخ شوی دی.

د هرات د ولایتي شورا غړې فاطمه وايي:«موږ په شفاهي ادبیاتو کې ډېره وړتیا مو ښودلې ده؛ خو مېرمنو قلم نه دی پورته کړی او نه یې دي لیکلي دا چې نه یې دي لیکلي ښايي هېر شي او که‎چېرې هېر شي شونې ده بیا هغه دوره تجربه کړي.» 

دا کتاب په داسې حال کې خپرېږي چې له طالبانو د سولې خبرو اترو بحث تود روان دی؛ هغه بهیر چې د دغو مېرمنو په باور، په هغه کې باید د دوی ازادۍ معامله نه‎شي.

شریک یي کړئ