Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند؛ د قاچاقي سفرونو د مخنیوي لپاره هنري هڅه

هلمند کې د هنرمندانو یوه ډله پر دېوالونو د رسامۍ او عامه ځایونو کې د هنري تمثیلي ټوټو له لارې ځوانان هڅوي چې له هېواده د باندې له غیر قانوني سفرونو ډډه وکړي.

دوی وايي چې دا کمپاین يې ځکه پیل کړی دی، چې غواړي ځوانان پر دې پوی کړي، چې غیر قانوني سفرونه کومې سختۍ او زیانونه لري؟

د دې ډلې مشر ذبیح الله مدبر وايي: «ځينې ځوانان داسې ذهنیت لري چې که ناقانونه سفرونه وکړي، نو هلته به امکانات ورته تیار وي، خو هغه پایلې چې په لار کې، هلته اوسېدو کې او بېرته راتګ کې يې پر وړاندې لري له یاده باسي.»

مدبر زیاتوي، چې دوی له څو هنري لارو غواړي دا پیغام خلکو ته ورسوي: «یو د کوڅې تیاتر دی، چې په ځینو ښوونځیو کې يې موږ وړاندې کو، بل نقاشۍ دي چې تاسې يې په لښکرګاه ښار کې ګورئ.»

ذکریا هغه نقاش دی، چې پر دېوالونو د نقاشۍ له لارې د غیر قانوني بهرنیو سفرونو د مخنیوي لپاره کمپاین کوي.

هغه طلوع‌نیوز ته وویل: «موږ په تصويري شکل دا پیغام رسوو، چې کوم هېوادوال په غیر قانوني توګه نورو هېوادونو ته ځي، پیسې مصرفوي، قاچاقبران ورسره څه کوي او دوی څه تکلیف تېروي، دا ټول په تصویري شکل خپلو هېوادوالو ته ښايو.»

هلمندي ځوانان وايې دا چې ګڼ ځوانان بهرنیو سفرونو ته د غیر قانوني تګ لپاره تکل کوي، علت يې دا دی چې دلته نا امني ده او د کار زمینه برابره نه ده. 

مدثر د هلمند اوسېدونکی وایي، موږ باید پخپل هېواد کې پاتې شو او هغه کار چې په بهرنیو هېوادونو کې يې کو دلته يې وکړو. 

هغه وویل: «ځینې ځوانان چې بهرنیو ناقانونه سفرونو کې ځي، یا قاچاقبرو غلط کړي، یا يې ژوند له لاسه ورکړی.»

ذبیح الله هم ورته نظر لري: «خواران د بې کارۍ له امله نورو هېوادو ته ځي، خو کښتي يې ډوبي شي او ژوند له لاسه ورکړي.»

هلمند یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د جګړې معلوم فصل نه پېژني او له نږدې دوو لسیزو راهیسې د جګړې په اور کې ورتېږي. 

د معلوماتو له مخې شاوخوا ۳۰۰زره ځوانان یوازې اروپايي هېوادونو ته له ناقانونه لارو سفرونه کړي دي.
 
شریک یي کړئ