Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د خبریالۍ د ۱۵۰ کلونو د لاسته راوړنو نندارتون

د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د خبریالۍ د ۱۵۰ کلونو لاسته راوړنې، نن شنبې په کابل کې نندارې ته کېښودل شوې.

دا نندارتون د «اتفاق اسلام» ورځپاڼې د سلمې کلیزې په مناسبت ترسره او د هغه د لاسته راوړنو په غونډولو کې د سرای دوربین فرنګي مرکز چې په هرات کط فعالیت لري بنسټيزه ونډه لرلې ده.

په دغه نندارتون کې کابو دوه زره سترې او کوچنۍ کاري بېلګې چې په تېرو ۱۵۰ کلونو کې په افغانستان کې د ژورنالیزم په برخه کې شوي دي نندارې ته اېښودل شوي دي.

د دغه نندارتون په پرانیستغونډه کې د اطلاعتو او کلتور وزارت، د «ما ونوګرايي» په نامه کتاب چې د شاه امان الله د کارنامو بیاکتنه ګڼي، هم مخ پرانیسته وکړه.

دا هغه څېرې دي چې تل یې په دې لار کې سختۍ ګاللي او هڅه یې کړې ده چې د ورځپاڼو لیلکو په برخه کې د ځان پر وړاندې پرتې ستونزې هوارې کړي.
  
د اطلاعاتو او کلتور نوماند وزیر محمد طاهر زهیر په دې اړه وویل:«سل کاله افت او خیر، سل کاله لوړې او ژورې او سل کاله مقابله د پوهاوي لپاره فوق العاده مهم دي.»

په دغه نندارتون کې د ډېری راټولو شویو بېلګو کار په هرات کې د فرهنګ سرای دوربین په نوم یوه مرکز پرغاړه لرلې دی.

د دغه مرکز مسوولان وایي چې شاوخوا درې سوه زره خپرونې او پخواني سندونه یې ساتلي دي.

د فرهنګ سرای دوربین د مرکز بنسټګر نوراحمد کریمي وايي:«دا د افغانستان د چاپي اثارو تولیز او هغه ټولې دورې چې په افغانستان کې تېر شوي شاهد دي.»
 
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس آریا رووفیان څرګنده کړه:«د اماني دورې نشریات، د دموکراسۍ دورې نشریات، د خلک او پرچم دورې، د جهاد او مقاومت دورې، د طالبانو دورې تر نوي عصر دلته نندارې ته اېښودل شوي دي.»

اخوا د دې نا دولتي نندارتون جوړونکو د دغه نندارتون په یوه ګوټ کې د طنزونو بېلګې هم نندارې ته ايښي دي چې چاپي رسنیو ته د حکومت د نه پاملرنې نښې او په هېواد کې د دغو رسنیو د لمنې د ورټولېدو خبرداری بلل کېږي.

 دا هغه رسنۍ دي چې د پایښت لپاره یې هر یوه کار کوونکي یو عمر خواري کړې ده.

شریک یي کړئ