د هرات ښاروالي وايي هرات ښار کې ۷۵ سلنه تازه جوړې شوې ودانۍ غیرقانوني او غیرمعیاري دي.
د هرات ښاروال، غلام حضرت مشفق وايي چې غیرمعیاري رغوَنو کې د هرات ښار لرغونی ارزښته په پام کې نه دی نیول شوی.
هغه په دې اړه وړايي:«په هرات ښار کې له بده مرغه ۷۵ سلنه ودانۍ غیرمعیاري دي ځکه چې هغه وخت کې ماسټر پلان نه وو.»
د فرهنګي چارو کارپوهان په غیرمعیاري ټوګه د ودانیزو چارو دوام د اندېښنې وړ بولي او زیاتوي چې دا کار به د هرات لرغونتوب ته زیان ورسوي.
د فرهنګي چارو کارپوه، نعمت الله سروري زیاتوي:«د هرات ولایت حیثیت او لرغونتوب ته زیات زیان رسوي. خپلسري رامنځته شوې ده... دلته یوشمېر لاسونه پټ او روښانه کار کوي، چې به بدله مرغه هغه مقام او ځای او د هرات لرغونتوب یې له پوښتنې سره مخامخ کړی دی.»
په همدې حال کې د هرات والي، عبدالقیوم رحیمي وايي د یاد ولایت تاریخي ځایونو ته نېږدې غیرمعیاري جوړې شوې ودانۍ به ونړول شي.
ښاغلی رحیمي زیاتوي:«په اکثر ځایونو کې دا قواعد په پام کې نه دي نیول شوي، بلاخره یوه ورځ اړ کېږو چې دا ودانۍ لیري شي.»
هرات د هېواد له لرغونو ښارونو ګڼل کېږي چې ډېر شمېر تاریخي اثار په کې دي، خو اوس مهال د یاد ولایت تاریخي ځانونو هېرولو په تړاو اندېښنې راپورته شوې دي.