Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چينې نقاشه او پر افغان مېرمنو د محدودیتو په اړه د تابلوګانو نقاشي

یوې چيني نقاشې مېرمن مووین لي په افغانستان کې د یو میاشتني ژوند تجربه یې په ۲۵ تابلوګانو کې نقاشي کړي دي.

مووین لي وايي چې افغان مېرمنې خپلو هیلو ته نه رسېدلي ویني، په داسې حال کې چې د هغې په باور داسې نه دي او افغان نجونې خپلو هیلو ته د رسېدو ځواک لري.

په دغه تابلو کې په ټولنیزو محدودیتونو کې راګیر افغان مېرمنې انځور شوې دي.

خو په دغو نقاشیو کې ښودل شوي چې مېرمنې په پوهې او زده کړې سره خنډونه لیرې کولای شي.

چیني انځورګره مووین لي یوه میاشت مخکې د هنرسالار بنسټ لخوا کابل ته رابلل شوې، نوموړې وايي ډېری نجونې خپلو هیلو ته رسېدل یوازې یو خوب بولي په داسې حال کې چې داسې نه ده.

چیني نقاشې مووین لي وویل:« له هغه وخته چې افغانستان ته راغلې یم او له هغې مخکې مې ایران ته سفر درلود، وینم چې مېرمنې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي او د ډېری دغو ښځو حقونو ته درناوی نه کېږي، ما وغوښتل د دوس په ملاتړ یو کار وکړم، هیله منه یم زما دا نقاشۍ په ټولنه کې ذهنیت بدل کړي او د مېرمنو حقونو او غوښتنو ته درناوی وشي.»

له دې مخکې، د هنرسالار له هند او سویس څخه هم کابل ته هنرمندان رابللي وو.

د هنرسالار ګروپ مسوول امید شریفي وايي:«دا هنرمنده، هغه محدودیتونه چې احساس وي یې او هغه محدودیتونه چې په افغانستان کې پر ښځو وضع شوي، له هغوی یې الهام اخیستی او غوښتي یې دي چې دا نندارتون ښځو ته د درناوي او ازادۍ لپاره یو پيغام وي.»

په همدې حال کې، د دغه نندارتون ځينې لیدونکي د دغې چیني نقاشې له کاره هرکلی کوي.

یو ننداره چي الیاس الفت په دې اړه وویل:«دا نندارتون یو مثبت پیغام لري. ټولې سړي او ښځې چې په یوې ټولنه کې ژوند کوي، سړي باید په دې پوه شي چې یوه ښځه له بشپړه حقونو څخه برخمنې دي.»

د هېواد د هنرمندانو لخوا دغه ټولې هڅې د افغانستان د مثبتې څیرې د روښانه کولو لپاره دي او دا چې په هېواد کې د ښه ژوند لپاره هیلې ژوندۍ دي او ټول په جګړه فکر نه کوي.

در این تابلوها که نابرابری‌ها در برابر زنان و توانایی‌های زنان افغانستان به تصویر کشیده شده اند در کابل به نمایش گذاشته شده‌اند.

شریک یي کړئ