Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د اوبو بې ځایه لګښت په تړاو پر دېوال انځور

یوشمیر ځوانانو خلکو ته د اوبو کم لګښت په هکله د عامه پوهاوي لپاره نوي ښار کې په دیوال یو انځور ویستلی.

دغو ځوانانو دغه نقاشي "اوبه جارو نه ده"نومولي دی او وایي چې هېوادوال باید اوبه په غلط ونه لګوي.

دوی د اوبو لګښت او چاپېریال ساتنه کې د خلکو د پام غوښتنه کوي. دوی وايي چې که طبیعي سرچینو ته پام ونشي نو ډېر ژر به خلک د اوبو له کمښت سره مخامخ شي.

دوي د کابل په نوي ښار کې پر دیوال د انځورونو په کاږلو غواړي کابل ښاریانو ته خپل پيغام ورسوي ترڅو د اوبو په مصرف کې سپما وکړي.

د زرغونې لارې ټولنې غړې، مژګان کریم زاده وايي:«زموږ نقاشي دې ته ځانګړې شوې ده چې اوبو کې سپما وکړئ او بې ځایه یې مه لګوئ.»

د دغه انځور نوم اوبه جارو نه دي ايښودل شوی ځکه دوي باور لري چې اوبه په هېواد کې په پریمانه توګه د پاک کارۍ لپاره کارول کیږي. دغه ځوانان وايي څېړنو ښودلې د اوبو د طبیعي سرچینو په مصرف کې بې پامي به هېواد د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ کړي.

د زرغونې لارې ټولنې غړې، مریم زیاتوي:«اوبه مهمه ماده ده او د چابېریال برخه ده، باید چې ډېرې یې ونه لګوو.»

ددغو ځوانانو په باور دې ته اړتیا ده چې د موسمي بدلونونو، هوا دککړتیا او چاپيریال ساتنې په اړه د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شي.

د زرغونې لارې ټولنې غړی، محب الرحمان څرګندوي:«ګورو چې خلک د اوبو پیپ راوباسي او سرکونه پرې مینځي، موټر مینځي، موږ دا نقاشې کړې ده چې خلکو ته پوهاوی ورکړو، دا چې اوبه جارو نه ده او لږې یې باید ولګوي.»

د ځمکې د تودوخې زیاتوالی او همداراز په کابل کې د اوبو له طبیعي سرچینو زیاته استفاده د دې لامل شوې چې له څو کلونو راهیسې پلازمینه هم د اوبو له کمښت سره مخامخ شي، لکه څنګه چې یو شمیر کابل ښاریان دې ته اړ شوي د اړتیاوړ اوبه له نورو سیمو راوړي.

یو شمير ځوانان د کابل په نوي ښار کې پر دیوال د انځورونو په کاږلو غواړي کابل ښاریانو ته خپل پيغام ورسوي ترڅو د اوبو په مصرف کې سپما وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه