Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د هرات - مېرمنو د فلم پنځم نړیوال فېسټیوال پیل شو

د هرات - مېرمنو د فلم پنځم نړیوال فېسټیوال د دوشنبې پر ماښام (د وږي په ۴مه)  کابل کې د ۵۱ بهرنیو مېلمنو په شتون کې پیل شو. 

په دغه فېسټیوال کې له ۳۳ هېوادونو څخه ۲۰۰ فلمونه نومول شوي چې له دې ډلې به ۱۲ مخکښ فلمونه د شپږو نړیوالو فلمي داورانو له لوري وټاکل شي. 

د کابل، هرات، بامیان او ننګرهار ولایتونو اوسېدونکي کولای شي، چې یاد فلمونه د خپلو ولایتونو په سینماګانو کې ننداره کړي. 

د هرات مېرمنو د فلم فېسټیوال د سيمې په کچه تر ټولو لوی فلمي فېسټيوال بلل کېږي چې هر کال په افغانستان کې په لاره اچول کېږي. 

د فېسټیوال جوړونکې رویا سادات په دې اړه وویل:«دا فېسټیوال نه انډوالی انځوروي؛ هغه نړۍ چې لاهم د عدالت او برابرۍ لپاره په غوسه ده.»

شپږ کسیز پلاوی به دوولس غوره فلمونه وټاکي. دې پلاوي کې د ایران رخشان نبي اعتماد چې مشهوره فلم جوړونکې ده، هم ګډون لري.

ایرانۍ فلم جوړونکې رخشان بني اعتماد وايي:«زه چې همداوس د افغان ځوانو فلم جوړونکو پر سره فرش تېرېدم او فلمونه چې ټاکل شوې ده موږ یې داوري وکړو، ډېره ډېره خوشحاله کېدم.»

مېرمن رخشان وايي، دا جشن نړۍ ته د افغانانو د سولې پیغام رسوي.

هغه زیاتوي:«داسې د لومړي ځل لپاره له ما اعتراف اخلئ چې تراوسه مې اصلاً مطرح کړی نه دی، د هغې پروژې په اړه چې په پام کې لرم او که‎چېرې شرایط برابر شي په افغانستان کې یې جوړ کړم.»

یو شمېر نور هغه چې د پلاوي برخه دي او یا هم فلم جوړونکي دي وايي، غواړي له افغانانو سره یو ځای فلمونه جوړ کړي.

یوه هندۍ فلم جوړونکې وايي:«غواړم چې دلته فلم جوړولو کې کار وکړم، خو بدبختانه د دې ځای پر ژبه نه پوهېږم او دا یوه ستونزه ده. خو ډاډه یم هغه څه چې دلته کېږي او یا هم پېښې چې شوي دي، تر خوا یې د افغانانو فرهنګ او هڅې خپلو فلمونو کې ځای کړم.»

د دې فېسټیوال پلاوی درې ورځې وخت لري چې دوولس غوره فلمونه وټاکي.

شریک یي کړئ