Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې یو ستر فرهنګي مرکز او کتاب پلورنځی د تړلو په درشل کې دی

د کابل په لوېديځ کې یو ستر فرهنګي مرکز او کتاب پلورنځی د مالي ستونزو له امله د تړلو په درشل کې دی.

د کتاب شهر مرکز ۳ کاله مخکې د څو ځوانو فرهنګپالو له لوري په افغانستان کې کلتوري مسایلو ته د ځانګړې لیدنې تر شعار لاندې جوړ او د لسو مېطلیونو افغانیو په لګښت سره یې پراختیا وموندله.

د شهر کتاب فرهنکي مرکز چې له فعالیته یې درې کاله تېرېږي، د مالي ستونزو له امله ډېره موده وشوه چې خپل فعالیتونه یې محدود کړي دي او اوس د دغه مرکز مسوولینو د هغه د تړلو پرېکړه کړې ده.
 
د شهر کتاب مرکز بنسټ اېښودونکی یاسین نګاه وايي:«د حکومت خوا، د مرسته کوونکو بنسټونو له خوا چې افغانستان ته د مرسته کوونکو تر نامه لاندې راغلي دي هېڅ پاملرنه نه ده شوې، او هېڅ ډول امکانات زموږ په واک کې نه دي راکړل شوي او موږ دغه فشار د کورونا له راسېدو مخکې په ډېرو ستونزو سره په خپلو اوږو وزغمه، له لومړۍ ورځې مې ویلي وو چې دا لار ستونزمنه ده.»

دغه مرکز له بېلابېلو کلتوري او هنري فعالیتونو سربېره، د هېواد په بېلابېلو پوهنتونونو او همداراز پر سړکونو د کتابونو نندارتونونه هم جوړ کړي دي.

د شهر کتاب مرکز اجرايي مسوول شاهد فرهوش  هم وايي:«موږ لېوالتیا لرله، که چېرې کورونا نه وای راغلې، موږ لېوالیتا لرله چې همدا ډول دوام ورکړو او د افغانستان لرې پرتو سیمو ته ولاړ شو. حتا ویلي مو وو چې د جګړې ګرمو سنګرونو ته ځو او د ټوپک د مېلو پر ځای کتاب اېږدو.»
 
کتاب پلورنه، کتاب وینه، د سیمنا تالار، د ادبیاتو روزنیزې دورې، موسیقي او د رواني درمنلې لپاره د غونډو جوړول، شهر کتاب فرهنکي مرکز له اصلي کارونو څخه دي.

د کتاب ښار د فرهنګي مرکز مسوولین وايي، چې د کورونا ویروس له خپرېدو مخکې به په یوه ورځ کې دغه مرکز ته له ۳۰۰ تر ۵۰۰ کسانو تګ راتګ کاوه.

خو په اوسنیو شرایطو کې دغه مرکز له مالي ستونزو سره مخ دی او د کورونا ویروس له خپرېدو وروسته ډېری برخې یې له کاره لوېدلې دي.
 
عاطفه چې د شهر کتاب یو له مینه والو وه، د دغه ځای د ګڼې ګوڼې وخت لا هم په خپل ذهن کې لري.

د کابل اوسېدونکی عاطفه په دې اړه وايي:«هلته چې کتاب دی، هغه ځای چې د مطالعې لپاره دی، د خلکو د پېژندلو لپاره دی، سینما لري، که چېرې موږ وغواړو یوه ټولګه له لاسه ورکړو، ښايي یو ډېر شمېر ځوانان فلج شي.»

په دغه مرکز کې ۳۰ کسان کار کوي؛ خو ځينې رضا کاره کسانو هم د دغه مرکز د بېلابېلو کتلوري او هنري پروګرامونو په جوړولو کې همکاري کړې ده.

شریک یي کړئ