Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې د احمدشاه بابا لرغونی کور د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دی

په کندهار کې د احمد شاه دراني لرغونی کور د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دی. دا کور د کندهار ښار په لومړۍ ناحیه کې موقعیت لري او کابو اته میاشتې کېږي چې د احمد شاه دراني د کورنۍ د غړي له خوا د کندهار ښاروالۍ ته سپارل شوی دی.

په دغې کور کې د احمد شاه بابا کورنۍ ته منسوبو کسانو ژوند کاوه، خو اته میاشتې مخکې دغه لرغونی ځای د کندهار ښاروالۍ ته وسپارل شو.

خو لیدل کېږي چې د دغه کور ډېری برخې ویجاړې شوې دي.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د دغه لرغوني ځاي د ډېریو برخو نړېدلو په هکله اندېښمن دی او له مرکزي حکومته مرسته غواړي.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس حکمت الله افغان په دې اړه وویل:«یوازې د دغه کور په اړه نه بلکې د ټولو لرغونو ابدو په هکله اندېښمن یوو، باید بیاورغول شي، که چېرې بیا ونه رغول شي له منځه ځي. موږ تل له مرکز څخه غوښتي دي چې د لرغونو ابدو بیارغونه باید په خپل وخت ترسره شي.»

د کندهار ښاروالۍ هم وايي که څه هم د دغه کور له استملاک څخه اته میاشتې تېرېږي خو تراوسه دغه کور د دغه بنسټ له خوا ساتل کېږي او د هغه د بیا رغونې لپاره هېڅ بودیجه ځانګړې شوې نه ده.

د کندهار ښاروالۍ د ودانیزو چارو مسوول انجنیر محمد حنیف په دې اړه څرګنده کړه:«اوس دا کور د ښاروالۍ په کنټرول کې دی او دا ښاروالۍ خپلې چارې مخ ته بیايي، موږ د دغه کور لپاره څو ساتونکي لرو او زموږ تخنیکي ډله تل له دغه کوره مراقبت کوي.»

بلخوا د کندهار ځینې اوسېدونکي وايي چې د احمد شاه بابا کارنامو ته په پام سره، د هغه کور باید په خپلې اصلي بڼې بیا ورغول شي.

د کندهار اوسېدونکی جمعه ګل په دې اړه وویل:«دا کور مخ په ویجاړېدو دی او ورځ په ورځ ویجاړېږي، ولسمشر ژمنه کړې وه چې دا کور به بیا ورغولوي خو تراوسه یې خپله ژمنه نه ده عملي کړې.»

د کندهار بل اوسېدونکی اسحاقزی هم وايي:«هېڅوک د دغه کور په غم کې نه د، خلک هڅه کوي چې دغه کور غصب کړي، د کندهار ټول مسوولین دغه کور ته لازمه پاملرنه نه کوي.»

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکو په وینا د احمد شاه بابا کور کابو ۳۰۰ کاله لرغونتوب لري، هغه ته نږدې جومات او دوه هټۍ هم باید په خپله اصلي بڼه بیاورغول شي. 

شریک یي کړئ