Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې ۳۰ ځوانو جوړو په یوه ورځ واده وکړ

کندهار ولایت کې یوه خیریه بنسټه ځوانو نجونو او هلکانو ورته برابرو شویو مراسمو کې په یوه ورځ کې واده وکړ.

دغه ځوانان چې د واده د لوړ لګښت توان یې نه درلود او هېواد کې ناوړه دودونه ستونزې بولي.

زوم، عبدالمحمد وايي:«دلته لویه ستونزه دا ده چي لومړۍ، خو پر موږ لوړ ولور ايښودل کیږي، یعنې موږ په کلنو کلنو باندېي خواري کاږو چې موږ دا ولور باید پوره کړو، اما تر هغه وروسته بیا لویه ستونزه د واده مصارف دي چې باید موږ په لکنو لکنو مصارف وکړو، دا زموږ د توان لوړه خبره ده.»

بل زوم، اسدالله زیاتوي:«که دغه خیریه بسټ زموږ سره دا مرسته نه وی کړې او یايي دا ډله ییز واده مراسم نه وايي نیولي، نو زموږ هیلې به د څو کلنو لپاره همداسې پاته وايي.»

د دغه ځوانانو کورنی وایي: د لوړ ولور ، او د واده د لوړو مصارفو د ناوړه دودونو له امله يي په کلنو کلنو د اولادونو ودونه پاته وه، او دوی غوښتنه کوي، تر څو نور دا ډول ناوړه دودونه له منځه ولاړ سي.

دغو مراسمو کې د زومانو خپلوانه، صفیه وايي:« موږ ډېر ناداره کسان یوو، یعنې موږ توان نه درلود چې واده وکړو او مصارف يې پوره کړو.»

بل خوا د واده مراسمو تنظیمونکي سېلاب خیره بنسټ مسوولین د خپل دغه کار موخه د بیوزلو کسانو لاس نیوی بولي.

د یاد بنسټ مسوول، سید احمد سېلاب وايي:«‎دا زموږ هدف دی چې د اصراف د مخنیوی او د لوړو او ملا ماتوونکو مصارفو د مخنیوی، ددغه غلطو سیالو چې ځوانان يې قرباني دي او د خسر خیلو له لوري د ناوړو غوښتنو د مخنیوي لپاره مو دا ډله ییز ودونه پیل کړي دي او دوام ورکوو.»

د یاد بنست مسوولین هېواد لوړ ولور او ناوړه دودونه د ځوانانو پر وړاندې ستونزه بولي.

کندهار کې د واده ترسره کوونکي بنسټ مسوولین او زومان هېواد لوړ ولور او ناوړه دودونه د ځوانانو پر وړاندې ستونزه بولي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه