Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یوناما د نجیب پيانو د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټېټیوټ ته وسپارله

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازولۍ (یوناما) هغه پیانو چې د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله هغه غږوله، د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټېټیوټ ته ډالۍ کړه.

هغه پيانو چې دوه لسیزې مخکې د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله د ګوتو په واسطه غږول شوې، اوس د افغانستان په ملي انسټېټیوټ کې ده.

د ډاکټر نجیب خپلوان وايي، چې هغه د پيانو وهلو سره زیاته مینه لرله.

د موسیقۍ انسټېټیوټ رییس احمد سرمست وايي، دغه په خاورو لړله پيانو د پخواني ولسمشر ډاکټرنجیب الله پورې تړاولري.

ښاغلي سرمست څرګنده کړه:«وايي ډاکټر نجیب د کابل په کارته پروان کې په خپل کور کې پيانو لرله او هغه یې غږوله او پلار یې کلونه مخکې دغه پيانو اخیستې وه.»

هغه زیاتوي، دغه پيانو تراوسه په کابل کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې وه او تازه يي  د افغانستان موسیقۍ ملي انسټېټیوټ ته ورکړې ده.

ښاغلي سرمت په ډاګه کړه:«دا پیانو په ډېر بد وضعیت کې وه؛ ماته او شلېدلې وه، له نېکه مرغه موږ په افغانستان کې داسې کس لرو چې وکړای شي دغه پيانو لومړنۍ بڼې ته ورته جوړه کړي.»

دغه پيانو چې ماته شوې ده تمه کېږي د بیا روغولو وروسته د یو لرغوني اثر په توګه وساتل شي.

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټېټیوټ کارکوونکی جاوېد په دې اړه وویل:«دغه پیانو په یوې کوټه دوړنې کوټه کې چې هلته المارۍ ګانې وې اېښې وه. موږ هغه دلته راوړه.»

په ۱۳۷۰ لمریزکال کې د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکټر نجیب الله چې کله بهرته له تګ يي مخه ونیول شو په کابل کې يي د ملګرو ملتونو دفتر ته پناه یوه چې په دې دفتر کې پنځه کاله پاتې شو.

کله چې طالبانو کابل ونیوه ډاکټر نجیب الله او د هغه ورور يي ووژل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه