وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

۷۶کلن غوري کس د غوریانو د پېر ځينې سندونه ملي ارشیف ته وسپارل

یوه ۷۶ کلن غوري سړي، د سندونو یوه ټولګه چې د غوریانو د تاریخ روایت کوي، ملي خوندیځ (ارشیف) ته وسپارل.

د دغو سندونو د تسلیمۍ پر مراسمو کې، ولسمشرغني، د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست طاهر زهیر او ځينې نورو فرهنګي څېرو حضور درلود.

د غور دغه ۷۶ کلن سړی چې خواجه محمد نومېږي دغه سندونه درې لسیزې وړاندې تر لاسه کړي او تر اوسه یې دا سندونه ساتلي دي. 

خواجه محمد وايي چې دغه سندونه یې حتا د کډوالۍ پر مهال هم له ځان سره خوندي ساتلي دي:«زه له سیاسي پلوه په څه بلد نه وم، خو همدومره پوهېدم چې دا خط، د غور خط دی او د غور پېژاند څرګندوي او ومې ساته.»
   
خواجه محمد دا سندونه چې د وړو او غټو پاڼو په ډول دي، پر یوې کتابچه لګولي دي او د هغو لیکنې یې بیا لیکلي دي.
 
 هغه وايي:«دغو جملو په عامه اصطلاح زه یې پرېښانه کړم. چې هڅه وکړم هغه وژباړم. ځکه چې وینئ هغه لیکونه ټکي نه لري. او له همدې امله د دغو جملو لوستل ستونزمن دي او ما ډېره هڅه وکړه چې دغه ټولې جملې ولولم د دې لپاره چې زه په خپله هم خطاط یم او خط ته لېوالتیا هم لرم.»

د ملي آرشیف رییس افسر رهبین  وایي چې دا سندونه ۴۷ پاڼې او لسګونه وړې ټوټې دي:«حتا ډېر په زړه پورې موردونه د یوې کنیزې ازادول چې په کومه طریقه او له کومو ادبیاتو سره ازادېږي چې له تاریخي پلوه زموږ لپاره یو ډېر ارزښمن څیز دی په دغو سندونو کې موجود دي.»

په ملي خوندیځ یا ارشیف کې سل زره تاریخي سندونه او اووه زره خطي نسخې شته.

شریک یي کړئ