بازار
له TOLOnews څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
بازار: دانش: حکومت له فساد سره مبارزه کې ناکام دی
د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش له اداري فساد سره د مبارزې په مناسبت غونډه کې وویل چې حکومت له فساد سره د مبارزې په برخه کې ناکامه دی او لاهم له قانونه تېښته موجوده ده.
ښاغلي دانش ټينګار وکړ چې د قوانینو د اجرا لپاره اړتیا ده چې له اداري فساد سره د مبارزې لپاره یو خپلواکه بنسټ جوړ شي.
په دغې خپرونه کې کوربنې زرمینې محمدي په دې اړه له خپلو مېلمنو سره بحث کړی دی.
مېلمانه:
له فساد سره د مبارزې ځانګړی سکرټریټ رییس، یما ترابي
د ولسي جرګې غړې، بلقیس روشن
د روڼټیا د څاربنسټ رییس، سید اکرام افضلي
د ولسمشرۍ د دویم مرستیال سلاکار، صادق باقري